د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

یوناما د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ له پرېکړې هرکلی وکړ


د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر نښان
د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر نښان

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ له پرېکړې هرکلی وکړ.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د دغه کمېسیون د دارالانشا ریاست له‌خوا اصلاحات یقیني شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نښان
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نښان

یوناما که څه هم د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو له ځنډه هرکلی کړی، خو ویلي يې دي چې له ځنډ سره د ولسمشرۍ د انتخاباتو ناسم مدیریت به ورته د منلو وړ نه‌وي.

له یوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د انتخاباتو نوی بشپړ مهالوېش ژر اعلان کړي.

د یوناما دا دریځ داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درې میاشتني ځنډ اعلان وکړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د ولسمشرۍ انتخابات به د حمل په ۳۱مه نه، بلکې د راتلونکي کال د سرطان د میاشتې په ۲۹مه ترسره کړي.

له دې وړاندې ارګ ماڼۍ هم د لاچمتووالي په خاطر د کمېسیون دغې پرېکړې ته د درناوي ویلي، خو د ځينو سیاسي جریانونو بیا انتقادونه راپارېدلي دي.

ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د افغانستان د انتخاباتو له سترو مالي او تخنیکي ملاتړ کوونکو ګڼل کېږي.

یوناما په تېره جولای میاشت کې د پخوانیو مرستو تر څنګ، د افغانستان د انتخاباتو له کمېسیون سره د ۵۷ ميلیونه ډالرو اضافي مرسته وکړه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اروپايي ټولنې نظر هم راواخلو، خو د کرېسمس د رخصتیو له امله څوک خبرو ته حاضر نه‌شول.

خو پوښتنه دا ده چې د انتخاباتو له ځنډه د سترو ملاتړ کوونکو ادارو هرکلی به په کور دننه د ځنډ د غبرګون پر راټوکېدلو انتقادونو څه اغېز وکړي؟

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس فضل احمد معنوي وايي، نړیوالې ټولنې د اصلاحاتو په شرط د انتخاباتو د ځنډ ملاتړ کړی چې مرستې هم ورسره تړلې دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي

دی وایي:

"نړیواله ټولنه پوهېږي چې د انتخاباتو په کمېسیون کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره لازمه اراده او وړتیا نه‌شته، نو ځکه‌يې له ځنډه هرکلی کړی او هغه اپوزېسیون او سیاسي جریانونه چې له دې شرطه خبر دي، هرکلی کوي، له دې سره چې دلته اساسي قانون ماتېږي."

ښاغلی معنوي هیله‌مند دی چې د نړیوالې ټولنې د باور په خاطر دا اصلاحات د درېیو میاشتو ځنډ په موده کې رامنځته شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG