د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

ملي ارمان: طالبان هغه ډله نه‌ده چې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه وغږېږي


ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبان هغه ډله نه‌ده چې د افغانستان د جنګ او سولې په ...

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبان هغه ډله نه‌ده چې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه لیکي:

دغه ډله یو خوا په شدت سره د بهرنیو، له دې ډلې د پاکستان د استخباراتو تر اثر لاندې ده او له بله پلوه دا احساسوي چې په افغانستان کې جګړه به د دوی په ګټه تمامه شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د دې کار دلیل طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امریکایانو په پروګرامونو کې بدلونونه دي چې دوی ته‌یې په یو ډول په جګړه د برترۍ احساس ورکړی او اوس دوی نه‌غواړي چې د افغان حکومت له پلاوي سره خبرې وکړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې د خبرو راتلونکی پړاو په سعودي عربستان کې جوړ شي، خو طالبانو رسنیو ته ویلي چې بیا به هم د افغان حکومت د سولې له مرکچي پلاوي سره خبرې ونه‌کړي.

ورځپاڼې په اخري تحلیل کې لیکلي:

طالبانو سره د سولې خبرو ته باید هیله‌مند ونه‌اوسو او دغه ډله باید وځپل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د همدې موضوع په اړه لیکلي دي.

هېواد لیکي:

له بده‌مرغه طالبانو بیا هم په جده کې د سولې د خبرو لپاره په پلان شوې غونډه کې د افغان حکومت د سولې له مرکچي پلاوي سره له لیدنې انکار کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي، سوله اسلامي او د افغانانو روا غوښتنه ده او له دې غوښتنې انکار د طالب حیثیت او دریځ نور هم تر پوښتنې لاندې راولي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي:

د ټاکنو کمېسیون هغه څه ومنل چې حکومت‌یې غوښتنه کوله او د ولسمشرۍ ټاکنې یې درې میاشتې وځنډولې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د نوې پرېکړې له مخې به د غرني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې، د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ انتخابات په یوه ورځ یعنې د سرطان د میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، دا پرېکړه د قانون خلاف ده چې ګڼې ستونزې راپیدا کولای شي.

دی وړاندې لیکي چې د ټاکنو کمېسیون پوره د ارګ په کنټرول کې دی او له داسې یو کمېسیونه د خپلواکو او قانوني پرېکړو تمه نه‌شي کېدای.

په سرمقاله کې ټینګار شوی چې دا پرېکړه نه د سیاسي ګوندونو او کاندیدانو غوښتنه وه او نه هم د کمېسیون، بلکې د ورځپاڼې په باور دا د ارګ پرېکړه وه او پر کمېسیون‌یې ومنله.

XS
SM
MD
LG