د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، ٢٠١٨ میلادي کال هم چې ننيې وروستۍ ورځ ده، د ملکيانو لپاره خونړى و.
دا ډله وايي، په ٢٠١٨ میلادي کال کې څه باندې شپږ-زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې مشر عزيز احمد تسل وايي، د دوى شمېرې ښيي چې د ٢٠١٧ میلادي کال په نسبت په ٢٠١٨ میلادي کال کې لږو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يوناما کلنى راپور وايي چې په ٢٠١٧ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ۱۰ زرو ډېرو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوناما وايي، پهدې کال کې ٣٤٣٨ ملکيان وژل شوي او ٧٠١٥ تنه نور ټپيان شوي وو.
ښاغلي تسل هيله وښوده چې په ٢٠١٩ میلادي کال کې به ملکي تلفات لږ وي.
ښاغلی تسل زیاتوي:
"د ملکيانو د مرګ ژوبلې له اړخه ٢٠١٨ میلادي کال ښه کال نهو، پهدې کال په بېلابېلو ولايتونو په تېره کابل کې ملکيانو ته د ځانمرګو بريدونو، د ماين چاودنو او په ځينو ولايتونو کې د بمبارۍ او د شپې لهخوا د پوځي عملياتو له کبله درانه تلفات اوښتي دي، خو د ٢٠١٧ میلادي کال په نسبت په ٢٠١٨ میلادي کال کې د ملکيانو مرګ ژوبله کمه وه. تمه مو دا ده چې په ٢٠١٩ میلادي کال کې به په جګړه کې هېڅ ملکي تلفات ونهلرو."
د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په ٢٠١٨ میلادي کال کې د ملکي مرګ ژوبلې بشپړ ارقام به ډېر ژر په يوه کنفرانس کې له رسنيو سره شريک کړي.
بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د هغو کسانو او ډلو په وړاندې قانوني اقدام نهدى شوى چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.
د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي ازادي راډيو ته وويل، د جګړې ښکېلو لورو د ملکيانو د خونديتوب لپاره د دوى غوښتنې نهدي رعايت کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تل غوښتنه کړې چې د جګړې ټولې خواوې بايد د بشرپالنې نړيوال قوانين او د جګړې اصولو او قواعدو ته درناوى وکړي. دوى د نړيوالو قواعدو پر اساس ملکف دي چې بايد دغه قواعد رعايت کړي. داسې نهشي کېدلاى چې يوازې د بشري حقونو غوښتنه ده چې دوى ملکيان او ملکي تأسيسات په نښه نهکړي. اوس چې دا جنايتونه کېږي او ملکيان قرباني کېږي، عاملانيې فکر کوي چې پر دوى عدالت نهتطبيقېږي."
ښاغلي صديقي عدالت ته د هغو کسانو د راکشولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموريت يا يوناما هم د جولاى په نيمايي کې په خپل يوه راپور کې ويلي وو چې د ٢٠١٨ میلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله لوړ حد ته رسېدلې ده.
په راپور کې ويل شوي وو چې د ٢٠١٨ میلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٦٩٢ ملکيان وژل شوي او ٣٤٣٠ تنه نور ټپيان شوي دي.