د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

دفاع وزارت: په اوسط ډول د دښمن د رهبرۍ پر غړو ۱۵ هوايي حملې کېږي


ارشیف، افغان هوایي ځواکونه د برید په حال کې
ارشیف، افغان هوایي ځواکونه د برید په حال کې

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هره شپه او ورځ کې په اوسط ډول د دښمن د رهبرۍ پر غړو او د دوی د قوماندې په مرکزونو ۱۵ هوايي حملې کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ژمي له فرصته په استفادې او په دښمن باندې د فشار راړولو په هدف یې د ځمکنيو عملیاتو ترڅنګ، هوايي حملې هم زیاتې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په هره شپه او ورځ کې په اوسط ډول ۱۵ هوايي حملې ترسره کېږي.

ارشیف، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد
ارشیف، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد

دی زیاتوي:

"موږ هره ورځ او شپه په اوسط ډول تر پنځلسو هوايي حملې کوو چې په کې د طالبانو د رهبرۍ غړي په نښه کېږي، په هغو ځایونو کې چې جغرافیه یې لږ سخته وي، هوايي حملې ګټورې تمامېږي، د دښمن د قوماندې مرکزونه، ټرېننګ سنټرونه او مالي سرچینې په نښه کېږي او په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې لرو."

ښاغلی جاوېد زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د پنځلسو بېلابېلو قوماندانانو په ګډون، د هلمند لپاره د طالبانو نوماند والي ملا عبدالمنان، د پکتیکا لپاره د دغې ډلې والي پير اغا او د دوی د سرې قطعې قوماندان بلال ځدراڼ وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان هوايي ځواک ښه وده کړې او د حکومت هڅه دا ده چې دغه ځواک لاپسې پیاوړی کړي، څو په یوازې سر د عملیاتو جوګه شي.

د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال محمد شعیب څه موده وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا مهال افغان هوايي ځواک اکثره عملیات په یوازې سر کوي او د اړتیا پر وخت ورسره نړیوال ځواکونه همکاري کوي.

که څه هم افغان حکومت د دښمن په ضد هوايي عملیات بریالي بولي، خو یو شمېر افغانان بیا وايي چې په هوايي عملیاتو کې تر ډېره تلفات ملیکانو ته اوړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي وايي، هوايي عملیات باید د مواثقو استخباراتي معلوماتو او د منظم کوردیناتو په اساس ترسره شي، څو ملیکانو ته زیان ونه رسېږي.

د دغه کمېسیون غړې وږمې ساپۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ هوايي ځواک چې کله عملیات کوي، کوردینات باید درست واخلي، استخباراتي راپور یې مطمین وي، دوی باید سل په سلو کې ډاډه اوسي چې په هغه ځای کې چې عملیات کوي، هلته ملیکانو ته تلفات نه رسېږي او هغه دښمن چې په نښه شوی، باید له منځه یووړل شي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له هرې ممکنې لارې په استفادې به هڅه وکړي، څو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې ملیکانو ته تلفات ونه رسېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG