د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

اجرائیه ریاست: له جګړې را ګرځېدونکو طالبانو ته ټول قانوني حقوق ورکول کېږي


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ (سپیدار ماڼۍ)
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ (سپیدار ماڼۍ)

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، افغان حکومت له هغو طالبانو سره چې جګړه پرېږدي او ملکي ژوند ته راګرځي، ژمنه کوي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې به ورته ټول حقوق ورکړل شي.

په داسې حال کې چې د افغان سولې خبرې تر بل هر وخت ګرمې رواني دي، افغان حکومت وايي چې د اساسي قانون له مخې دوی د ټولو هغو طالبانو حقوقو ته ژمن دي چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

ارشیف، د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
ارشیف، د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

"هغه طالبان چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي او افغانستان ته راځي، حکومت ژمن دی چې د اساسي قانون او د هېواد د نورو نافذه قوانینو په رڼا کې دوی ته د نورو افغانانو په څېر حقوق ورکړي، دوی بیا حق لري چې کاري، سیاسي او اقتصادي فعالیتونه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه یوې هندۍ ورځپاڼې انډين ایکسپرېس راپور خپور کړی چې په کې راغلي، امریکا غواړي چې ټولو هغو وسله والو طالبانو ته چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي، کاري فرصتونه رامنځته کړي.

په راپور کې راغلي دي، د امریکا دفاع وزارت د دې هېواد کانګرس ته په خپل نوي استول شوي پلان کې دا مسئله ځای کړې ده.

که څه هم په دې راپور کې سرچینه نه ده معلومه، خو په کې راغلي چې پنټاګون د امریکا ګانګرس ته ویلي چې په دې کار سره به هغه طالبان چې اوس مهال د حکومت په مخالفت کې ولاړ دي، په خپل راتلونکي ډاډه او له حکومت سره به یو ځای شي.

په راپور کې په دې اړه چې د سولې له پروسې سره به یو ځای کېدونکو طالبانو ته کوم ډول کاري زمینې رامنځته کېږي، څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د سولې د عالي شورا د سولې د ولایتي کمېټو له لارې له هغو طالبانو سره چې د سولې له پروسې سره به یو ځای کېدل، نغدي مرستې کېدلې او د حرفوي زده کړو زمینې يې ورته برابرولې.

خو دغه پروسه له انتقادونو سره مله او فکر کېده چې امتیازات مستحقو خلکو ته نه رسېږي، هغه څه چې د سولې د عالي شورا غړي يې هم مني.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکو طالبانو ته د کاري زمینو رامنځته کول مثبت اقدام بولي، خو وايي چې دا هر څه باید له افغان حکومت سره په تفاهم ترسره شي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډيو ته وویل:

ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

"شغل، معیشت او امنیت د دوی حق دی، دا پېشبیني له موږ سره هم شته او که امریکا هم غواړي چې په دې برخه کې کردار ادا کړي، دا ښه خبره ده، نو دا اړینه خبره ده چې په هغه وخت کې چې دا خلک بېرته ځای پرځای کېږي، دا درې اړتیاوې د دوی طبعي حق دی، باید زمینه ورته برابره شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي له دې ډلې نادرخان کټوازی هم له دغه کاره هرکلی کوي او وايي چې اړتیا ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکو وسله والو سره مرستې وشي، ځکه د نوموړي په وینا، که دا کار ونه شي، د بېکارۍ له امله ښايي موافقین بېرته په مخالفینو بدل شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG