د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز رد کړ


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز رد کړ.

ټاکل شوې چې د سولې بل دور خبرې راتلونکې میاشت په سعودي عربستان کې ترسره شي.

د طالبانو د کوټې د شورا یوه غړي رویټرز اژانس ته ویلي چې په را روانه جنوري میاشت کې په سعودي عربستان بیا له امریکايي چارواکو سره ګوري، څو پرهغو مسایلو خبرې وکړي چې په مخکینۍ د ابوظبۍ په غونډه کې پرې کومې نتیجې ته نه‌وو رسېدلي.

د طالبانو دې مشر چې نوم یې نه‌دی ښودل شوي ویلي چې دا باید ټولو اړخونو ته روښانه وي چې موږ د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوو.

له بلې‌خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې مشران یې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه کښیني.

له دې مخکې افغان لوري هیله څرګنده کړې وه چې د سولې په راتلونکو خبرو کې چې په پام کې ده را روانه اوونۍ په جده کې وشي، د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی د طالبانو له استازیو سره مخامخ خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG