د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ویسا: افغانستان او امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډ پر سر اختلاف لري


د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه مقاله خپره کړې او په کې يې لیکلي دي چې په یو شمېر ولایتونو کې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې خلکو ته د منلو وړ نه‌دي.

په سرمقاله کې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له قوله لیکل شوي دي چې په روانه اوونۍ کې به د پاتې ټولو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې دغه انتخابات لا هم له ګڼو پوښتنو سره مخ دي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې کمېسیون لا تراوسه په‌دې نه دی توانېدلی چې پاکې رأیې له ناپاکو جلا کړي، خو درګرده لګیا دي د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلانوي او له مخې يې هغه کسان بریالي اعلانېږي چې تر نورو يې ډېرې درغلۍ کړي دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د انتخاباتو کمېسیون دې اوس هم پاکې رأيې له ناپاکو جلا کړي او رأیه شمېرنه دې ترسره کړي، که‌نه د ولس له غبرګون سره به مخ شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یو ځانګړي مطلب کې لیکلي دي چې افغان حکومت او امریکایان د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو په سر اختلافات لري.

ورځپاڼې د یوې سرچینې له قوله چې نوم يې نه‌دی اخېستل شوی لیکلي، ټاکل شوې وه چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په رسمي ډول د انتخاباتو ځنډ اعلان کړي، خو د حکومت او بهرنیو مرستندویانو ترمنځ يې د ځنډ د مودې په سر د اختلاف له امله دا اعلان وځنډېد.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې حکومت د درېیو میاشتو لپاره د انتخاباتو پر ځنډیدلو راضی شوی، خو بهرنیان لږ تر لږه تر شپږو میاشتو د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کوي.

ورځپاڼې ته سرچینې ویلي دي چې بهرنیان باور لري چې د انتخاباتو اوسنی کمېسیون په ټاکل شوي وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ظرفیت نه‌لري، نو ځکه باید دغلته په شپږو میاشتو کې پراخه اصلاحات رامنځته شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان د دفاع د نوې وزیر اسدلله خالد د تېرې ورځې څرګندونې راخېستي چې ویلي دي، د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي حملې به زیاتې شي او دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ سره عمل وکړي.

ورځپاڼې د دفاع د وزیر د دغه څرګندونو هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې که څه هم په تېره کې د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې له نرمۍ کار اخېستل شوی، خو لا هم وخت نه‌دی تېر او باید له فرصتونو ګټه واخېستل شي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د اسدالله خالد په مشرۍ باید ملي اردو ثابته کړي چې د وطن اصلي بچیان دي او خپل سنګر هېڅ دښمن ته نه پرېږدي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې په اړه په سعودي عربستان کې د جوړېدونکې غونډې په اړه مقاله خپره کړې او لیکلي دي چې د سولې په اړه د جدې غونډې ته د مثبتو پایلو په تمه دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې په‌دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو استازي برخه اخلي.

د سرمقالې د لیکوال په باور پاکستان چې په‌دې غونډه کې برخه اخلي او باید خپل نیت ښه کړي او وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره سولې کولو ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG