د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون ته د ښوونکو د منتخبې شورا خبرداری!


د افغانستان د ښوونکو منتخبه شورا وايي چې د انتخاباتو په ورځ د کابل ښار ښوونکو د موقت انتخاباتي کارکوونکو په صفت همکاري کړې، خو اوس یې حقوق نه ورکول کېږي.

که څه هم د ولسي جرګې له انتخاباتو دا دی دوه میاشتو اوړي، خو د افغانستان د ښوونکو منتخبه شورا خبرداری ورکوي چې که کمېسیون د ښوونکو د حقونو ورکړې ته پام ونه کړي، ښوونکي به د کمېسیون په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړي.

د دغې شورا د اړیکو رئیس احمد حسین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې ښوونکي په سختو شرایطو کې ولاړل، موقت انتخاباتي کارکوونکي شول، خو تر اوسه هم کمېسیون پیسې نه دي ورکړي.

دی زیاتوي:

"د کابل ښار ښوونکو د انتخاباتو په ورځ په انتخاباتو کې کار وکړ، اوس چې انتخابات تېر شوي، ژمی رارسېدلی، ښوونکي یوازې معاش لري چې خوري یې، زموږ غوښتنه دا ده چې کمېسیون دې د دوی پیسې ورکړي، څو یې ستونزې هوارې شي."

ښاغلي محمدي وايي چې ښوونکو له انتخاباتو کمېسیون سره د موقت کارکوونکو په توګه کار کړی او د دغې ستونزې د هواري لپاره څو وارې کمېسیون ته ورغلي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له یاد وزارت سره تفاهم کړی و چې د انتخاباتو په ورځ به ښوونکي د انتخاباتي موقت کارکوونکو په حیث کار کوي او په بدل کې به یوه اندازه پیسې ورکول کېږي.

د افغانستان د ښوونکو د منتخبې شورا د اړیکو رئیس وايي، ښوونکو له ټولو ستونزو سره بیا هم له کمېسیون سره مرسته وکړه او تر ناوخته یې په محلونو کې کار وکړ.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۳۲ ولایتونو انتخابات د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه او همدا شان د کندهار انتخابات د عقرب په پنځمه ترسره شول.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ښوونکو د شکایتونو او په ځانګړې توګه د هغوی د حقونو د ناوخته ورکړې په اړه وايي چې دغه کار له نړیوالو ادارو سره اړیکې لري.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

"د دوی حقونه د کمېسیون له لوري نه، بلکې د (یو. این. ډي. پي) له لوري ورکول کېږي چې پروسیجرونه یې پېچلي دي، که چېرې د یو کس په پروسیجر کې ستونزه وي، ټول له سره نیسي، په یو شمېر ولایتونو کې دغه ستونزه شته، نن ورځ مو په دې اړه له مالي ځانګې سره خبرې وکړې، دوی ویل چې دغه موضوع مو له (یو. این. ډي. پي) سره جدي نیولې ده او هڅه به وشي چې حقونه یې ورکړو."

دا لومړی ځل نه دی چې د ښوونکو منتخبه شورا د انتخاباتو کمېسیون له لوري ښوونکو ته د معاشونو د نه ورکړې له امله شکایت کوي، بلکې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ښوونکو دېته ورته شکایتونه کړي وو.

دا چې ایا ښوونکي به خپل حقونه ترلاسه کړي که نه؟ دا هغه مسئله ده چې په راتلونکې کې به روښانه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG