د افغانستان د رزمي لوبو اتل سیر بهادرزاده سبا د خپل امریکايي حریف کورټیس میلینډر سره سیالي کوي.
بهادرزاده او میلینډر به د یکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت د سهار په څلورو بجو د امریکا په لاس انجلس ښار کې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.
دا سیالي د یو ایف سي سازمان له خوا چې مرکز یې د امریکا په لاس ویګاس کې دی، جوړېږي.
بهادرزاده د افغانستان د رزمي لوبو مډال ګټونکی لوبغاړی دی.
نوموړي په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په خپله لومړۍ لوبه کې خپل سیال مات کړ او له هغې راهېسې یې په ۲۳ نورو لوبو کې هم بریا خپله کړې ده.