د افغانستان "د سولې کور" په نوم بنسټ پر افغان حکومت غږ کوي چې د سولې په پروسه کې د مدني ټولنو او ښځو مشارکت ته پام وکړي.
په افغانستان کې د سولې د هڅو په تېزیدو سره د افغانستان د سولې کور په نوم بنسټ وايي، د سولې په پروسه کې د مدني ټولنو، ښځو، سیاسی احزابو او خلکو له مشارکت پرته به دا پروسه بې نتیجې وي.
د افغانستان د سولې کور د شنبې په ورځ له یو شمېر مدني فعالانو سره د ګډې ناستې پرمهال وویل، حکومت باید د سولې په پروسه کې معامله ونه کړي او د خلکو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه بنسټ یوه اعلامیه هم خپره کړه چې د دغه بنسټ یوې غړې نګینې یاري د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:
"د سولې په پروسه کې باید د ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او سیاسي ګوندونو مشارکت ته پام وشي او پرېکړو کې یې استازي حضور ولري، حکومت باید د سولې اساسي نقش ولوبوي، حکومت باید د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او معاملې پکې ونه شي، بلکې د جګړې د ختمولو په سترګه ورته وکتل شي، نه دا چې موقتي اوربند وشي او دا پروسه باید د ښځو لاسته راوړنې محدودې نه کړي."
دوی وايي، که چېرې د سولې په هڅو کې د خلکو غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، روانې هڅې به نتیجه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې د ه چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې ګړندۍ شوې دي.
د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مسلسل سفرونه هغه څه دي چې په کور دننه یې افغانان او په خپله ښاغلی خلیلزاد د افغانستان سولې ته هیله مند کړی دی.
په روانه میلادي میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا، سعودي، اماراتو او پاکستاني چارواکو له طالب استازو سره وکتل او ټاکل شوې چې را روانه اوونۍ په جده کې د دغې ناستې په دوام د یادو لوریو تر منځ بله ناسته هم جوړه شي.
په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالان د سولې روانې هڅې ګټورې نه ګڼي او وايي، له وسله والو طالبانو د استخباراتي افظارو په توګه کار اخیستل کېږي او په وینا یې چې له دې ډلې سره سوله امکان نه لري.
مدني فعال محمد نعیم ایوب زاده وایي:
"د مدني فعالانو په توګه زمونږ برداشت دا دی چې په خواشینۍ سره په تېرو ۱۶ کلونو کې معلومه شوه چې طالبان استخباراتي افظار دي، نه داسې څوک چې یوې برنامې سره راشي او سوله وکړي او داسې یوې ډلې سره سوله مونږ نتیجې ته نه رسوي."
دوی وايي، تر دې وړاندې هم د سولې لپاره ډېرې هڅې شوې دي، خو تراوسه یې مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
مدني ټولنې هم ټينګار کوي چې د سولې په پروسه کې مهمه دا ده چې د خلکو غوښتني ومنل شي، که نه دا پروسه به نتیجه ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو مشورتي پلاوی ټاکلی او وايي چې د افغان سولې په تړاو به له ټولو قشرونو سره سلا مشورې کوي او نظرونه به یې په پام کې نیول کېږي.
راپور: ناجیه ساپۍ