د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۱

اسدالله خالد: افغان ځواکونه به د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ عمل وکړي


ارشیف: د افغان ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد به تهاجمي حملې زیاتې شي.

دی وايي، د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي حملې به زیاتې شي او دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ سره عمل وکړي.

اسدالله خالد د دفاع د سرپرست وزیر په توګه د ده د معرفي کېدو په مراسمو کې وویل، افغانستان ته خدمت او د دندنې ښه ترسره کول ورته مهم دي او په دې لاره کې به هېڅ هڅه ونه سپموي.

ښاغلي خالد وویل، سوله ده او ټولو افغانانو ته، د ده په لومړیتوبونو کې ده او ټینګار یې وکړ، څوک چې سوله نه غواړي، وبه ځپل شي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

​نوموړي زیاته کړه:

"موږ چې په دفاعي حالت کې یوو، ترې وځو او باید په دې اړه فکر وکړو چې د دښمن پټو ځایونو ته ورشو، د عمل نوښت باید په خپل لاس کې ونیسو، په پښتو کې متل دی چې کږه خوله په سوک سمېږي."

ښاغلي خالد په دفاع وزارت کې پر اصلاحاتو هم ټنیګار وکړ او ويې ویل، ملي یووالی ورته اهمیت لري، هر څوک دې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او د قوم له نامه دې ناوړه ګټه نه اخلي.

د دفاع سرپرست وزیر وویل، د جبهې په لومړۍ کرښه کې به ملي اردو نوره هم سمباله او ملاتړ به یې وشي.

ده داهم وویل، هغه سرتېري چې د جګړې په ډګر ټپیانېږي، په بیړه به ورته رسېدنه وشي.

په دغو مراسمو کې د دفاع پخواني وزیر طارق شاه بهرامي هم خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او سرښندنې یې وستايلې.

اسدالله خالد او امرالله صالح تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په توګه وګمارل شول.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دغو مراسمو کې وویل، حکومت ته سیاسي مخالفتونه نه، بلکې ښه کار کول او په تېره د جګړې ښه مدیریت لومړیتوب لري.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

​ده وویل:

"ترهګر او د دولت نور وسله وال مخالفین چې له هرې لورې یې ملاتړ کېږي، د افغانانو اراده نه شي ګواښلی، بلکيپه خلکو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد له ملي نوامیسو د دفاع روحیه پیاوړې کېږي، د دښمن تعریف موږ ته واضح دی او پر وړاندې به يې جدي اقدام وکړو."

ښاغلي خالد او صالح چې د پاکستان ضد څېرو په توګه هم پېژندل شوي، له ولسي جرګې د باور تر لاسه کولو ته اړتیا لري.

خو د ولسي جرګې ځینو غړو مخکې له دې چې دغه دوه څېرې د باور د رأیو اخیستلو په هدف ور وپېژندل شي، د ولسمشر دا اقدام غوره ګڼلی او هیله یې ښودلې چې دوی وتوانېږي، د افغانستان په دفاعي او امنیتي برخو کې ښه کار وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG