د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د انتخاباتو کمېسیون: همدا اوونۍ به د ولسي جرګې د ټاکنو ټول لومړني نتایج اعلان شي


ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي
ارشیف، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دا اوونۍ به د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو ټول لومړني نتایج اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اوونۍ په سر کې به د پکتیا او بغلان او د اوونۍ په پای کې به د کابل او دغه شان د هندوانو او سکانو او کوچیانو د حوزو لومړني نتایج اعلان شي.

ده وویل:

"مونږ هڅه کوو چې د روانې اوونۍ په پیل کې د پکتیا او بغلان نتایج اعلان کړو او د اوونۍ تر پایه پورې د کابل ولایت او دغه شان د کوچیانو او هندوانو او سکانو د رأیو لومړني نتایج هم اعلان کړو."

ښاغلی ابراهیمي دا څرګندونې په داسې حال کوي چې په تېر کې هم په وار وار په دې اړه ژمنې شوي، خو دا لړۍ نه ده وروستۍ شوې.

دا په داسې حال کې ده چې خلک، مدني ټولنې او د انتخاباتو څارونکي بنسټونه انتخاباتي کمېسیونونه د ولسي جرګې د لومړنیو نتایجو په ځنډ سره اعلان کې په بې کفایتۍ او مدیریتي کمزورۍ تورنوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو پایلې په یاد بهیر کې د ځینو ستونزو او دغه شان د ښه شفافیت په هدف ځڼډېدلې دي.
مخکې تر دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دېرشو ولایتونو د رأیو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.
تاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ بایلې چې د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول، د عقرب د میاشتې په ۱۹مه اعلان شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې تر اوسه دوی ته د اعلان شویو ولایتونو د رأیو د پایلو په اړه له ۲۰۰۰ زیات شکایتونه رسېدلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان

د دغه کمېسیون کميشنر عبدالبصیر فایز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د دغو شکایتونو لویې برخې ته رسېدنه شوې ده.

ده وویل:

"د لومړني لېست په تړاو ۲۱۳۷ شکایتونه ثبت شوي، لویې برخې ته یې زمونږ د ولایتي ادارو له خوا رسېدنه شوې او استينافي پړاو یې د همدې اوونۍ په منځ کې پیلېږي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د احتمالي ځڼډ به اړه هم ویلي، خو دا پرېکړه یې وروستۍ نه ده ګنلې او ویل کېږي چې نوموړي کمېسیون په دې اړه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، څارونکو بنسټونو، حکومت او نړیوالې ټولنې سره سلامشورې پیل کړې دي.

راپور: فیروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG