د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ دې ته اندېښنه وښوده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې له افغانستانه نیمایي امریکایي سرتېري وباسي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له افغانستانه د یو شمېر امریکايي سرتېرو له وتلو سره به د دوی ټولې هڅې پر دې متمرکزې وي چې له افغانستانه بیا بریتانیا ته خطر پېښ نشي.
جرمي هنټ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د بي بي سي له څلورم چېنل راډیو سره په مرکه کې وکړې.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه به پېښ ي که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، وویل چې له ټولو امکاناتو په استفادې به هڅه وکړي چې دا مسئله یقیني کړي چې د بریتانیا واټونه خوندي شي.
هنټ زیاته کړه، دا د بریتانیا او هم د افغانستان په امنیت پورې تړلې مسئله ده.
بریتانیا د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې له امریکا وروسته په افغانستان کې ډېر سرتېري درلودل او ډېری یې هم د افغانستان په تر ټولو نا امنه هلمند ولایت کې دېره وو.
په افغانستان د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې اوس د بریتانیا ۱۱۰۰ سرتېري شامل دي.
تر اوسه ۴۵۳ بریتانوي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
د امریکایي چارواکو په حواله راپورونه وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په شفاهي توګه له افغانستانه د ۷ زرو امریکایي سرتېرو د وتلو امر کړی، خو تر اوسه پنتاګون په دې اړه رسمي اعلان نه دی کړی.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر څو ورځې مخکې ويلي وو چې تر اوسه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر نه دی ترلاسه کړی.
په عین حال کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ د کرسمس د جشن په مناسبت افغانستان ته په وروستي سفر کې چې کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې یې له امریکایي سرتېرو سره وکتل، وویل چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي ماموریت په همدې بڼه دوام وکړي.
هغه سرتېرو ته په وینا کې وویل چې شااوخوا مو ډېر ګونګوسي روان دي، خو تاسو نن ورځ هغه ماموریت لرئ چې پرون مو درلود.
هغه امریکايي سرتېرو ته ډاډ ورکړ چې هر بدلون که راځي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر به لومړنی کس وي چې پرې خبرېږي.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان د افغانستان په پوځي ماموریت کې ښکېل یو شمېر نور هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.
جرمني هم چې په اوس وخت کې له امریکا وروسته په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې تر ټولو ډېر سرتېري لري او شمېر یې ۱۳۰۰ ته رسېږي، د امریکا دغه پلان ته اندېښنه لري.
د جرمني رسنیو د دې هېواد د یوه جګپوړي متقاعد جنرال هرالډ کویات په حواله ویلي چې که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، جرمني هم باید خپل ځواکونه وباسي.
هغه ویلي چې که د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ځواکونه کم کړي، د دې دلیل نشته چې جرمني دې په دې هېواد کې پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.
کویات چې له ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۳ کال پورې د جرمني د پوځ سرمفتش و، د جرمني تاګي شپېګل ورځپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د شک ځای نه پاتې کېږي چې که په افغانستان کې د جرمني پوځیانو خوندیتوب او ملاتړ تضمین نشي، دوی دې هلته پوځي حضور ته دوام ورکړي.