د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

پنټاګون: په افغانستان کې د مخدره موادو پر کارخانو ۴۴ هوایي بریدونه شوي


آرشیف
آرشیف

د امریکا هوايي ځواکونو په افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې (۴۴) هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په تازه راپور کې راغلي چې نشه يي مواد د افغانستان په نا امنۍ کې ستره ونډه لري.

دا راپور چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه چمتو شوی، دا يادونه هم کوي چې د امریکا د متحده ایالتونو هوايي ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په جنوب، شمال او لوېدیځو ولايتونو کې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو باندې (۴۴) هوايي بریدونه کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار ازادي راډیو ته وویل، ائتلافي ځواکونو د نشه يي موادو د توليد پر سترو کارخانو باندې هوايي بريدونه کړي چې په ځينو بريدونو کې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو هم مرسته ورسره کړې ده.

ده وویل:

"مافیايي ډلې له فرصتونو ګټه اخلي، خو دوی په هغو سیمو کې چې تګ راتګ ورته ستونزمن و، سخت مات شوي دي، نشه يي مواد د ترهګرۍ مالي سرچينه ده او د افغان ځواکونو پر وړاندې یې یو تور مثلث جوړ کړی چې یو کونج یې د نشه يي موادو مافیايي ډلې، بل یې ترهګر او درېيم کونج یې هم هغه جرمي ډلې دي چې په همغږۍ سره جرمونه کوي."

د امریکا د دفاع وزارت د راپور پر اساس، دا مهال بهرني هوايي ځواکونه د نشه يي موادو پر کارخانو باندې د کابل، کندهار او بلخ ولایتونو له هوايي ډګرونو بریدونه کوي.

د پنټاګون په راپور کې راغلي چې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې د بریدونو له پیل څخه نيولې بيا تر اوسه پورې د نشه يي موادو (۱۵۰) کارخانې ویجاړې شوي او په نتيجه کې يې یوازې طالبانو ته (۲۰۰) میلیونه امريکايي ډالره زیان ور اوښتی دی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې د دوی سروې ښيي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو د نشه يي موادو په تولید کې ډېره ونډه درلوده.

نوموړی وایي:

"د ۲۰۱۸ کال په پیل کې هوايي بریدونو ډېره اغېزه درلوده، ائتلافي ځواکونه له موږ سره یو ځای کار کوي او د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هر چېري چې وي، برید ورباندې کوي، له همدې امله موږ وينو چې اوس نشه يي مواد لږ شوي دي، د يادونې وړ ده چې دا کار د افغان او ائتلافي ځواکونو له هوايي بریدونو سره مستقیمه اړیکه لري، پر همدې اساس موږ هڅه کوو چې په ۲۰۱۹ کال کې هم دې ته ورته هر ګټور فعالیت ترسره کړو."

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو پر اساس، بهرنیو ځواکونو د نشه يي موادو د کارخانو پر خلاف لومړي هوايي بریدونه په هلمند او فراه ولایتونو کې وکړل چېوروسته نیمروز، بدخشان، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو ته هم وغځېدل.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG