د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۸

ولسي جرګه: پولیسو ته وضع شوي نوي اصول مهم دي، خو باید په عمل کې هم ثابت شي

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون پولیسو ته وضع شوي نوي اصول د نظم په خاطر مهم ګڼي وايي چې باید په عمل کې هم تطبیق شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د پولیسو په لیکو کې ستونزې او فساد نه‌ردوي، خو وايي په رسنیو کې يې بیان د ستونزې د حل پر ځای له دښمن سره ډېره مرسته کوي.

د دغه کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پولیسو د نظم او پټو رازونو د ساتلو لپاره د کورنیو چارو وزارت نوي مقررات د ستاینې وړ وبلل، خو په عملي کېدو يې هم ټينګار کوي.

نوموړی وايي:

"پولیسو وخت نا وخت د فشار واردولو لپاره ځيني مسایل شریکول، خو دا هغه مسایل و چې اصلاً د دښمن په ګټه هم تمامېدل کوم مسایل چې پېښېږي پولیس‌یې باید د خپلو مسؤلینو یا پارلمان سره شریک کړي، نه دا چې هر څه فېس‌بوکو ته راووځي او بیا دښمن ترې ناوړه استفاده وکړي، زما په نظر دا هر څه باید په چوکاټ کې وي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کورنیو چارو وزارت پر افغان پولیسو یو لړ نوي محدودیتونه وضعه کړي چې تر ډېره په‌کې د معلوماتو په شریکولو بندیز لګېدلی دی.

د یاد وزارت د ویاند له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت ټولو منسوبینو ته سپارښتنه شوې چې د مقرریو، تبدیلیو، ترفېع او نورو مواردو په اړه د چارواکو فرمانونه او احکام، د وظیفې په وخت کې د پولیسو د ځای او عملیاتو بڼه، د دوسیو د څېړلو او لاسته راوړنو په اړه معلومات په ټولنیزو، تصویري، چاپي او یا غږیزو رسنیو کې خپاره نه‌کړي.

د یاد وزارت له‌خوا په ۱۲ خپاره شویو مواردو او لایحو کې دا هم راغلي چې پولیس باید په انفرادي او ډله‌ییزه توګه په پوځي یونیفورم کې همداراز د پوځي تأسیساتو او دفترونو څخه د عکسونو له اخیستلو ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، که د دغه وزارت هر منسوب له دغه اوامرو څخه سرغړونه وکړي له دندې به لیرې کړای شي.

د کورنیو چارو وزارت د زیان د کچې د راکمېدو په خاطر دا نوي موارد له هغې وروسته وضعه کړي چې ولسمشر غني دغه وزارت ته د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح د کاندید او سرپرست وزیر په توګه ورمعرفي کړ.

د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې نی که څه هم د کورنیو چارو وزارت دا اقدام هم د رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي د قوانینو خلاف بللی، خو د امنیتي او نظامي چارو کارپوهان‌يې د مسلکي ډسپلین په‌خاطر مهم بولي.

د کابل ګارنېزیون پخوانی رئیس ګل نبي احمدزی
د کابل ګارنېزیون پخوانی رئیس ګل نبي احمدزی

له ډلې يې د کابل ګارنېزیون پخواني رئیس ګل نبي احمدزي ازادي راډيو ته وویل:

"څوک چې یونیفورم اغوندي هغوی د یوه ځانګړي ډسپلین تابع دي، یعنې منفرد نظر هلته نه‌شته او بیا په اوسنیو شرایطو کې موږ زیات د همدې لارو څخه ډېرې ضربې خوړلې دي چې هغه زیانونه بیا یوه شخص ته نه، بلکې نظام، ادارې او مسلک ته واردېږي."

دی وايي، دا موارد په ډېرو نظامونو کې بند دي او په افغانستان کې هم ډېر پخوانی تاریخ لري، خو یو ډول خپل‌سري ده چې د څو کالونو راهیسې روانه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG