د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

خوستوال: وسله‌وال طالبان دې بین‌الافغاني خبرو اترو ته تیار شي


د خوست قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان په یوه غونډه کې راټول شوي
د خوست قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان په یوه غونډه کې راټول شوي

د خوست قومي مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې د بهرنیانو پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.

دوی زیاتوي، له بهرنیانو سره د افغانستان د سولې په باب پر خبرو اترو ټینګار د پردیو لمسون او غوښتنه ده، نو که وسله‌وال طالبان غواړي چې خپل استقلالیت ثابت کړي بین‌الافغاني مذاکراتو ته دې حاضر شي او هلته دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

ویناوالو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» په خوست کې د ځوانانو په یوه غونډه کې وکړې.

د خوست د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال په خپلو خبرو کې وویل، سوله او بین‌الافغاني خبرې اترې د ټولو افغانانو ګډه غوښتنه ده.

د خوست د ولایتي شورا غړی قمر علي لکڼوال
د خوست د ولایتي شورا غړی قمر علي لکڼوال

دی زیاتوي، وسله‌وال مخالفین تر اوسه افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته نه‌دي حاضر شوي، نو که هغوی غواړي چې افغانانو ته خپل استقلالیت په ډاګه کړي، د بهرنیانو سره د خبرو پر ځای دې، په خپله افغان حکومت سره خپل‌منځي خبرو اترو ته تیار شي.

په غونډه کې د ویناوالو ټينګار په‌دې وو چې له افغانانو پرته، دې هېواد ته بهرنیان سوله نه‌شي راوستلی.

په خوست کې د سولې د ولایتي کمېټې مشر رسول محمد تڼی وايي، په افغانستان کې د سولې له مسئلې داسې خبره جوړه شوې چې څوک ورباندې نه‌پوهېږي.

دی وايي، ځيني وخت اورېدل کېږي چې سوله بېخي نږدې ده، بیا بله ورځ داسې څه پېښ شي چې د سولې په باب د خلکو راټوکېدلې هیلې ختمې شي.

د خوست ولایت د سولې د ولایتي کمېټې مشر رسول محمد تڼی
د خوست ولایت د سولې د ولایتي کمېټې مشر رسول محمد تڼی

نوموړی زیاتوي، هېواد ته مو هغه مهال سوله راځي چې دیني عالمان، قومي مخور، ځوانان او نور قشرونه د سولې ګډ هدف لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

د ښځو په استازیتوب د ولایتي شورا استازې نعت بي بي عمري د جګړو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د دې ولس بدمرغیو ته په کتو له جګړو لاس واخلي.

په غونډه کې دیني عالم مفتي حبیب‌الرحمن وویل، له وسله‌والو طالبانو سره سوله مهمه اړتیا ده، خو تر هغې مخکې په نظام کې د فساد ختمول مهم دي، ځکه فساد په خپله د جګړې دوام ته لاره هواره کړې ده.

په سوله کې د ځوانانو د ونډې تر سرلیک لاندې د خوستیو ځوانانو جرګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معینیت له‌خوا رابلل شوې وه.

د ځوانانو چارو معین د یاد ولایت له قومونو او ولسونو وغوښتل چې د سولې په بهیر کې خپله ونډه پراخه کړي.

ډاکتر کمال سادات وویل، خوست یو داسې ولایت دی چې د نږدې ټولو ولایتونو یو شمېر خلک په‌کې اوسېږي او دوی ټول د خوستوالو له وطندارۍ، ښه سلوک، مېلمه پالنې او هېوادنۍ مینې خوشحاله دي.

د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات
د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات

دی زیاتوي، خوستي ولس او قومونو ته‌يې بایده دي چې ټول راپاڅي او د سولې او امن غږ ټولو افغانانو ته ورسوي او له‌دې ځایه د سولې په لور اساسي مزل پیل کړي.

د افغانستان د ځوانانو چارو معین دا هم وویل چې دوی د سولې په بهیر کې د ځوانانو د ونډې د ډېرېدو په هدف دا ډول برنامې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره کړي او یادو برنامو ته به دوام ورکړي.

د خوستیو ځوانانو د جرګې په پای کې د سولې لپاره د لسګونو ځوانانو له ترکیبه یوه رضاکاره شبکه هم جوړه شوه چې هغوی به په قومونو او کلیو کې ګرځي او خلک به یووالي او د سولې لپاره ګډ کار ته هڅوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG