د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا يو ځل بیا د ترکمنستان د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه د جمعې په ورځ د ترکیې د انتالیا ښار په مراسل لوبغالي کې د ورځې په يوه نیمه بجه ترسره کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دواړو لوبډلو د شدید باران په جریان کې لوبه وکړه چې په‌دغه لوبه کې ترکمنستان ۲ د صفر په وړاندې بریا خپله کړه.

ټاکل شوې افغانستان د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د ازبکستان په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي، خو د ازبکستان ملي لوبډلې روزونکي نه‌غوښتل چې دغه لوبه د ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي او مینه‌وال هم میدان ته داخل نه‌شي، نو په همدې دلیل د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر له ازبکستان سره لوبه لغوه او د ترکمنستان په وړاندې د بېرته راتګ پړاو د لوبې پرېکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG