د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۹

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام بامیان ته يوړل شو

د کرکټ ملي ټیم لوبډله، د کرکټ بورډ رئیس او نور د سیمې اوسېدونکي او چارواکي په بامیان کې له نړیوال جام سره
د کرکټ ملي ټیم لوبډله، د کرکټ بورډ رئیس او نور د سیمې اوسېدونکي او چارواکي په بامیان کې له نړیوال جام سره

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوالو سیالیو جام له کابل وروسته د بامیانو تاریخي ولایت ته يوړل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې بامیانو ولایت ته د نړیوال جام وړلو په مناسبت ځانګړي پروګرامونه او نندارې په نظر کې نیول شوې دي.

د ښاغلي هوتک په خبره، له بامیانو څخه به دغه جام هرات او له هغه ځایه به کندهار ولایت ته هم يوړل شي.

د کرکت نړیوال جام تېره ورځ سهار مهال له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شو چې په هوايي ډګر کې له يو لړ مراسمو وروسته، ولسمشرۍ ماڼۍ ته يوړل شو او بیا د دارالامان په تاریخي ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شو.

دا دوهم ځل دى چې د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راوړل کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG