پر ډونالد ټرمپ لهدې کبله انتقادونه کېدل چې ولسمشرۍ ته تر رسېدو راهیسې یې په هېڅ جګړهییزه سیمه کې د خپلو ځواکونو لیدنه نهده کړې، نو اوس داسې مهال چې د نړۍ مسیحیان د کرېسمس جشن لمانځي ولسمشر ټرمپ د همدې جشن په مناسبت د ډسمبر په ۲۶مه نېټه په یوه نااعلان شوي سفر عراق ته ولاړ او له خپلو سرتېرو سرهیې ولیدل.
ولسمشر ټرمپ پهدغه سفر کې همداراز له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع هم کړې ده.
د امریکا ولسمشر ویلي چې د عراق په ګاونډ سوریه کې داعش وسلهوالو ماته خوړلې او له همدې کبلهیې له سوریې د خپلو ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه.
ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې له عراقه د خپلو پوځیانو د کمولو پلان نهلري او له عراقه کولای شي په سوریه کې د داعش وسلهوالو پر وړاندې د بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.
د امریکا ولسمشر له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو د اعلان پر مهال ویلي:
"موږ نهغواړو چې لهدې وروسته هغه هېوادونه بیا زموږ څخه ګټه واخلي چې تر دې وړاندې یې زموږ او زموږ له پوځه د خپل ځان د خوندیتوب لپاره کار اخیسته. دوی د دې بیه نهراکوي او باید دا کار وکړي. موږ په ټوله نړۍ کې خواره شوي یو. موږ په هغو هېوادنو کې یو چې ډېرو خلکو یې په اړه حتی اورېدلي نهدي او دا د خندا وړ خبره ده."
تمه وه چې پهدې سفر کې د امریکا ولسمشر له عراقي چارواکو سره هم وګوري، خو راپورونه وایي د دغې لیدنې د څرنګوالي پر سر د اختلافاتو له کبله له عراقي مشرانو سره دا لیدنه ونهشوه.
په راپورونو کې د اختلافاتو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
شااوخوا پنځه زره امریکایي پوځيان په عراق کې دېره دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې جګړه کې د عراق د سیمهییزو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
پهدغه سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره د هغه مېرمن میلانیا هم ملګرې ده.
ولسمشر ټرمپ او مېرمنیې بېرته واشنګټن ته په لاره د ډسمبر په ۲۷مه نېټه په جرمني کې تم شول او هلتهیې د امریکایي ځواکونو په یوه اډه کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.