د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

اجرائیه ریاست د افغانستان روان ناورین «د جدي د شپږمې» د یرغل زېږنده ګڼي


ارشیف، د شوروي اتحاد ځواکونو چې کله پر افغانستان یرغل راوړ.
ارشیف، د شوروي اتحاد ځواکونو چې کله پر افغانستان یرغل راوړ.

په‌داسې حال کې چې نن د جدي شپږمه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د یرغل له ورځې سره برابره ده، د افغانستان اجرائیه ریاست د افغانستان روان ناورین د همدغه یرغل زېږنده ګڼي او وايي چې افغانان لا هم د همدې یرغل درنه بیه پرې کوي او قرباني ورکوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وویل چې اوسنۍ روسیه باید د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او د سولې په پروسه کې په پراخه مرستې سره دغه غلطي جبران کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

ښاغلي خوځون د بنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:

"دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو بده، توره او خونړۍ ورځ ده چې له بده‌مرغه افغانستان د همدې ورځې له امله زیات مادي او معنوي زیانونه ولیدل چې دا زیانونه لا هم حس کېږي او روان بحران هم له همدې ورځې سرچینه اخلي او تر اوسه هم افغانان د همدې ورځې له پایلو څخه کړېږي او قرباني ورکوي."

نوموړی وايي، د روان وضعیت نه د وتلو یوازنۍ حل‌لاره سوله‌ییزې هڅې دي چې باید ټولې خواوې د سولې هڅې ګړندۍ کړي او په افغانستان کې جګړه پای ومومي.

روانه جګړه چې یوازې عوامل او عناصر يې بدلېږي.

خو ښاغلی خوځون وايي، که وسله‌وال طالبان د سولې له خبرو مخ اړوي دا معنی لري چې دغه ډله د جدي له شپږمې نه د راپیل شوي بحران غځول غواړي، ورانۍ رامنځته کوي او د خپلو افغانانو ژوند اخلي.

۳۹ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه په یو وار د پخواني شوروي اتحاد څه باندې ۲۵ زره پوځيانو پر افغانستان یرغل وکړ.

دا پوځ چې په پیاوړو وسلو سمبال وو، هوايي ځواکونو يې هم ملتیا کوله چې وروسته‌يې شمېر له یو نیم لکو څخه واوښت.

د راپورونو پر بنسټ د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ببرک کارمل په غوښتنه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، حفیظ‌الله امین‌يې ووژاه او کارمل د تاشکند له راډیو څخه د حفیظ‌الله امین د رژیم د نسکورېدو اعلان وکړ.

دا پوځونه شااوخوا نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او د وسله‌‌والو مبارزو نه وروسته، د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه نېټه له دې هېواده ایستلو ته اړ کړای شول.

د راپورونو پر بنسټ په یاده موده کې سلګونه زره افغانان مړه، ټپیان او دغه‌راز میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.

پخوانی جهادي قوماندان قاضي محمد امین وقاد هم ورته نظر لري او وايي، روانه جګړه چې یوازې عوامل او عناصر يې بدلېږي، تأثیرات‌يې د جدي له شپږمې نېټې څخه راپاتې دي.

پخوانی جهادي قوماندان قاضي محمد امین وقاد
پخوانی جهادي قوماندان قاضي محمد امین وقاد

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"له دې ورځې راوروسته چې کوم تسلسل روان دی دا د شوروي اتحاد، د خلق ډموکراتیک ګوند او د شوروي د هغه وخت د مشرانو په نامه یا د دوی په جم کې قید دی، ځکه تسلسل هماغه دی یوازې عناصر، عوامل او شکل‌يې بدلېږي، خو نتیجه دا ده چې جګړه لا هم دوام لري."

خو د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی بیا بېل لیدلوری لري.

نوموړی مني چې د شوروي اتحاد د یرغل له امله افغانستان له ستونزو سره مخ شو، خو دی وايي چې د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته د کورنۍ جګړې پیل افغانستان د تباهۍ کندې ته ټېل واهه.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"د روسانو له وتلو وروسته مجاهدینو د بې‌اتفاقیو له امله کورنۍ جګړه پیل کړه چې له امله‌يې کابل ړنګ شو، خلک ووژل شول، امنیتي ځواکونه له‌منځه یوړل شول، ادارې ړنګې شوې، دا ټول د دوی شخصي ګټې او د دښمن خوښه وه چې باید دغسې وشي."

ښاغلی کټوازی وايي، باور لري چې پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل نورو هېوادونو ته هم په‌دغه هېواد کې د مداخلې زمینه برابره کړه.

نوموړی وايي، افغان ولس او سیاسیونو ته په‌کار ده چې د تاریخ له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې سره له اختلافاتو تېر او په هېواد کې د تل‌پاتې سولې لپاره سره يو موټی شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG