د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په یمن کې پر نافذ اوربند د څارنې پلاوي په حدیدې ښار کې غونډه وکړه


د یمن د حکومت یوه پلوي چارواکي ویلي چې د جګړې د ښکېلو ډلو ترمنځ پر نافذ اوربند د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو د مؤظف پلاوي غړو نن د حدیدې ښار په ختیځ کې غونډه وکړه.

د سرې بحیرې پر غاړه په پراته بندري ښار حدیده کې چې د وسله‌والو نښتو مرکز دی، اوربند هغو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره مهم دی چې له لوږې سره مخ دي، خو د خال خال نښتو په ترڅ کې د اوربند ماتېدو وښوده چې وضعیت څومره نازک دی.

په یمن کې میلیونونه کسان لوږه ګواښي.
په یمن کې میلیونونه کسان لوږه ګواښي.

د حکومت یوه پلوي چارواکي نن فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې پر اوربند د څارنې لپاره حکومت پلویو فعالانو د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په یوه هوټل کې ولیدل.

دې چارواکي چې د نوم نه‌ښودلو په شرط‌یې خبرې کولې، ویلي چې د ښو نتیجو تمه لري.

د دې مقام په وینا، د یمن د حکومت استازي د ملګرو ملتونو په موټرو کې دې غونډې ته ورغلل.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دویاریچ ویلي چې د جنرال کامیرت د مأموریت لپاره دا غونډه لومړیتوب لري.

په حدیده او شااوخوا سیمو کې یې د ډسمبر په ۱۸مه نېټه اوربند نافذ شو، خو له همغه پیله سرغړونې ترې وشوې او دواړو ښکېلو خواوو پر یو بل د سرغړونو تورونه لګولي.

پر اوربند د څار په ګډه کمېټه کې د ملګرو ملتونو پر پلاوي سربېره، د یمن د حکومت او د حوثي یاغیانو استازي غړیتوب لري او مشري یې هالندی متقاعد جنرال پاتریک کامیرت کوي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن دولتي ځواکونو چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف‌یې ملاتړ کوي او ایران پلویو حوثي یاغیانو د چهارشنبې د ورځې په سهار څو ساعته نښتې وکړې او د حدیدې له ختیځو برخو څخه د درنو توپونو اوازونه هم اورېدل شوي دي.

یمني ځواکونه د جګړې په کرښه کې
یمني ځواکونه د جګړې په کرښه کې

د سعودي په مشرۍ ائتلاف یو چارواکي پرون وویل چې د حکومت پلویو ځواکونو ۱۰ جنګیالي د اوربند له انفاذ وروسته په نښتو کې وژل شوي دي.

دې چارواکي پر حوثي یاغیاتو تور ولګاوه چې ۱۸۳ ځلې یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.

حوثي یاغیانو هم په همدې ورځ وویل چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې له اوربنده د مقابل لوري ۳۱ سرغړونې ثبت کړې دي.

د حوثي یاغیانو او ولسمشر عبدالربه منصور هادي ته د وفادارو ځواکونو ترمنځ جګړې په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغه پراخې شوې چې نوموړی سعودي عربستان ته وتښتېد او د سعودي په مشرۍ ائتلاف مداخله وکړه.

په دې جګړو کې تر اوسه شااوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي، خو د بشري حقونو ډلې وايي چې د دې جګړې د قربانیانو اصلي شمېر له دې پنځه ځلې لوړ دی.

XS
SM
MD
LG