د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د ولسي جرګې د کاندیدانو ائتلاف د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک ګڼي


ارشیف، په کابل کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي د رأیو صندوقونه لېږدوي.
ارشیف، په کابل کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي د رأیو صندوقونه لېږدوي.

د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د کاندیدانو ائتلاف د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک ګڼي او غواړي چې نتایج‌يې د بایو مټریک د سیستم پر اساس اعلان شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د کاندیدانو لوی ائتلاف ټینګار کوي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج دې د بایو مټریک د سیستم له مخې اعلان شي چې حق حقدار ته ورسېږي.

د دغه ائتلاف رئيس خواجه شفیق علوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې لپاره په کابل کې د ځینو کاندیدانو کمپایني انځورونه
د افغانستان د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې لپاره په کابل کې د ځینو کاندیدانو کمپایني انځورونه

ده ټینګار وکړ چې مخکې له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لاړ شي، د ولسي جرګې د انتخاباتو ستونزه دې هواره کړي.

ده وویل:

"له بایو مټریکه پرته رأیې دې په ټول افغانستان کې باطلې اعلان شي، د دې لپاره چې د خلکو قناعت حاصل شي، په دوهم پړاو کې دې یو سم مېکانیزم جوړ شي چې رأیې په سمه توګه وارزوي او نوې موضوع دا ده چې د جمهوری ریاست له انتخاباتو مخکې دې د ولسي جرګې د انتخاباتو ستونزه حل شي."

ده وویل، د ولسي جرګې انتخابات د حکومت او یو شمېر زورواکو له‌خوا مهندسي شوي، له همدې امله به‌یې نتایج ونه‌مني.

د دغه ائتلاف ځینو غړو په صندوقونو کې د زیاتو رأیو موجودیت، د زورواکو مداخله او د انتخاباتو په ورځ پېښې او ستونزې د اندېښنې وړ وګڼلې او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه‌یې وغوښتل چې په دې تړاو دې ټول شکایتونه په جدي توګه وارزوي.

د ولسي جرګې د کاندیدانو د لوی ائتلاف مسؤلین وايي، دغه ائتلاف ولسي جرګې ته له ۲۰۰۰ کاندیدانو د روان کال د عقرب په میاشت کې جوړ شوی دی.

یاد ائتلاف په داسې حال کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو خبرې کوي او د بایو مټریک پر اساس‌یې د نتایجو اعلانول غواړي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي، تر اوسه‌یې د هېواد د ۳۰ ولایتونو د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي دي.

د دغه کمېسیون مسؤلین وايي، د کابل په ګډون به د درې نورو ولایتونو نتایج په نږدې راتلونکي کې اعلان شي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، که دغه ائتلاف د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو اسناد او شواهد ولري، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته دې وسپاري چې په اړه‌یې تصمیم ونیول شي.

بل‌خوا د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، حکومت تل په هېواد کې د رڼو او عادلانه انتخاباتو ملاتړی دی.

دی هم تأکید کوي چې که دغه ائتلاف د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د حکومت له‌خوا د مهندسي کولو په اړه اسناد ولري، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته دې یې وسپاري.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ډاډ ورکوي چې ټول اسناد به په جدي توګه وارزول شي.​

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړی علي رضا روحاني

د دغه کمېسیون غړي علي رضا روحاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هغه شکایتونه چې ور رسېدلي او یا ور رسېږي، له قانون سره سم ارزوي او هڅه کوي چې په نسبي توګه له توان سره سم وکړای شي، د انتخاباتو شفافیت او عدالت تأمین کړي."

دی وايي، دغه انتخابات له ستونزو سره مل وو، له همدې امله‌یې د نتایجو په اعلانېدو کې ځنډ رامنځته شو.

د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د کاندیدانو لوی ائتلاف وايي، که ستونزو ته‌یې سمه رسیده‌ګي ونه‌شي، د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات به هم له ستونزو سره مخ وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG