د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

روغتیايي سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو لپاره یو درې اړخیز تړون لاسلیک شو


آرشیف، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
آرشیف، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د لویې څارنوالۍ او د طبي شورا ترمنځ روغتیايي سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو په هدف د همکاریو درې اړخیز تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم د طبابت په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي، خو په وینا یې چې لا هم د روغتیايي خدماتو په برخه کې ځینې سرغړونې او شکایتونه موجود دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې تړاو یوې غونډې ته وویل:

"زموږ هدف دا دی چې څنګه کولای شو چې د ډاکترانو حقوق خوندي شي او هم ناروغان اړتیا لري چې له کومې سرغړونې سره چې مخ کېږي، پروسه‌یې په سیستماتیک ډول شکایتونه وڅېړي، په هغه صورت کې هم د ناروغ خوندیتوب یقیني کېږي او هم د خدماتو کیفیت لوړېږي او که چېرې غفلت کېږي، مقابل لوری باید مجازات شي."

ښاغلی فیروز وايي، که چېرې د سرغړونو د څېړلو لپاره یوه واحده طبي شورا موجوده نه‌وي، دا د خلکو او روغتیايي سکټور ترمنځ واټن رامنځته کوي.

نوموړي وویل، په تېر کې د عملیاتونو پر مهال ځينې سرغړونې شوي چې د دغه تفاهم‌لیک پر اساس به ټولو سرغړونو ته رسېدنه وشي.

که څه هم د عامې روغتیا وزیر په روغتیايي سکټور کې له پرمختګونو یادونه کوي، خو لاهم په لیرو پرتو ولایتونو کې خلک روغتیايي خدماتو ته د نه‌لاسرسي او په دې برخه کې له سرغړونو او ستونزو شکایت کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي په دغه ناسته کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د قانون پر اساس به ټولو شکایتونو او سرغړونو ته رسېدنه وکړي او حق به حقدار ته وسپارل شي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي

​ده وویل:

"زه د لویې څارنوالۍ په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم چې عدلي او قضایي ارګانونه به د قانون پر اساس اجراات کوي او د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین لپاره ستاسې تر څنګ دي."

له بلې‌خوا د افغانستان د طبي شورا عمومي مشرې نسرین اوریاخېل وویل، دغه تفاهم‌لیک سبب کېږي، څو د ناروغ خوندیتوب یقیني او د ډاکترانو حقوق هم تر پښو لاندې نه‌شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG