د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

په افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونې او روزنې ملي سمپوزیم جوړ شو


ارشیف، د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ
ارشیف، د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

په افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونې او روزنې ملي سمپوزیم پرانیستل شو.

په افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونې او روزنې د وضعیت پر ښه کېدو د دغه هېواد د پوهنې وزارت او د چارو ادارې له لوري سمپوزیم پرانیستل شو.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه سمپوزیم کې به د پوهنې په برخه کې شته ستونزې راټولې او د حل لپاره به پرې بحثونه وشي.

دې وویل:

"د پوهنې لپاره د پرانیستل شوي ملي لومړني سمپوزیم هدف دا دی چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې نښه شي، په دغه ملي سمپوزیم کې ۱۱ سوه د پوهنې ولایتي ریاستونو مشران، د ښوونځیو مدیران‎، امران، ښوونکي، زده کوونکي او د پوهنې برخې فعالانو ګډون کړی."

د دغه وزارت په خبره، د ټول هېواد په کچه د یو شمېر ښوونځيو لپاره د تعمیرونو نه‌موجودیت، د تدریسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کموالی، په تېره بیا په لیرې پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو نشتوالی، فقر، ناامنۍ او کلتوري ستونزې هغه څه دي چې په دغه سمپوزیم کې به‌یې د حل لپاره لارې چارې ولټول شي.

یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې تر شنه اسمان لاندې د درس ویلو په حال کې
یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې تر شنه اسمان لاندې د درس ویلو په حال کې

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د ټول هېواد په کچه ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي چې له دې شمېره ۶۵ سلنه‌یې نجونې دي.

د دغه وزارت په خبره غزني، کندهار، هلمند، زابل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ناامنۍ زیاتوالي د پوهنې پر وړاندې ستونزې زیاتې کړې دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال تر ثور میاشتې د ټول افغانستان په کچه د زده کوونکو پر مخ د ۱۰۸۰ ښوونځيو دروازې تړلې دي، خو له دې سره سره اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۹،۳ میليونه زده کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۳،۵ میلیونه‌یې نجونې دي.

خو دا چې دغه ډول سپموزیمونه به د پوهنې په برخه کې څومره ګټور واقع شي، د پوهنې د برخې کارپوه محمد صابر نوري يې په اړه وايي:

"زه فکر کوم چې دا سمپوزیم به ګټور تمام شي، په دې معنی چې کله موږ د ټول هېواد په کچه ګډونوال راټولوو او نظریات‌یې له ځان سره په دې برخه کې ولرو، نو کولای شو چې یوه ښه پرېکړه وکړو."

ښاغلی نوري دا هم وایي چې حکومت ته د دغه‌شان سمپوزیمونو د جوړېدو تر څنګ دا هم په‌کار دي چې په لیرې پرتو سیمو او ولایتونو کې داسې پلانونه جوړ کړي چې له مخې یې هلته هم خلکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG