د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي، ځیني سیاسي او امنیتي کارپوهان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د سرپرستانو په توګه د امرالله صالح او اسدالله خالد ګمارنه ښه، نېک او پر ځای اقدام بولي.
دوی وايي، امرالله صالح او اسدالله خالد د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو شومو اهدافو او د نړیوالو سیاستونو په اړه زیات معلومات لري.
دوی زیاتوي نوي ګمارل شوي کسان استخباراتي او کشفي معلوماتو ته لاسرسی لري او کولای شي، افغان امنیتي او دفاعي ادارې پیاوړې او له امنیت سره مرسته وکړي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دغه دواړه کسان په ملي امنیت ریاست کې پاتې شوي، په کشفي برخو کې کافي تجربه لري او استخباراتي چارو کې ښو کورنیو او نړیوالو منابعو ته لاسرسی لري، تمه کېدای شي چې د دوی ټاکل به له امنیت سره مرسته وکړي."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه اقدام کې د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان اسدالله خالد د دفاع وزارت او امرالله صالحیې د کورنیو چارو وزارت د سرپرستانو په توګه وټاکل چې تېره ورځ اړوندو وزارتونو ته معرفي شول.
تر ډېره انګېرنې دا دي چې دواړه کسان د پاکستان ضد مفکورې لري او پخواني او اوسني افغان چارواکي او همدا شان ځیني عام افغانانیې په ګمارنې خوښ دي.
د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې نوي ټاکل شوي کسان باید تر ډېره په خپلو کارونو تمرکز ولري، نه په سیاسي او نورو برخو کې.
د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم د ازادي راډیو په اوونیز بحث کې
د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل:
"دوی باید خپلو کارونو ته متوجې شي، داسې سیاسي ادبیات کارول چې موږ د طالبانو یا د پاکستان خلاف یو او د تشدد لپاره ګمارل شوي یو او که تاسې هر اقدام کوئ تاسې ماتېږئ، د امنیتي او دفاعي سکټور ادبیات نهدي، نو دوی دې سیاسي مسایل او د سولې خبرې ښاغلي غني ته پرېږدي."
پر اسدالله خالد په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یو کس چې ظاهراً د سولې د استازي په نوم راغلی و انتحاري حمله وکړه چې نوموړی پهکې سخت ژوبل شو او وروستهيې خپله دنده پرېښوده.
امرالله صالح هم له اتو کلونو کار وروسته په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د ملي امنیت د رئیس په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه.
دا ګمارنې داسې مهال کېږي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د فواید عامې وزارت او د شهیدانو چارو په معینیت لومړی انتحاري او بیا ډلهییزې حملې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل او ۲۷ نور یې ټپيان کړل.
امرالله صالح تېره شپه د خپلې معرفۍ پر مهال ویلي و چې د افغانستان په دښمنانو به رحم ونهکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دا اوس د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر کار دی چې پاکستان دوست جوړول غواړي او که د خپلو حکومتي ناکامیو قرباني شوې اوزه.
بلخوا پاکستاني رسنیو ویلي چې نوي افغان ګمارل شوي کسان د پاکستان ضد څرګندونو باندې مشهورې دي.
د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، دواړه کسان باید په خپلو ادارو کې امنیتي او دفاعي پالېسیانې جوړې او فساد لهمنځه یوسي او هم دښمن ته سخت ځواب ورکړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې محمداګل مجاهد وايي:
"دوی دې:
- ښې امنیتي پالېسۍ جوړې کړي.
- د ړندو بمباریو مخه دې ونیسي.
- د امنیتي ځواکونو د تلفاتو مخنیوی دې وکړي.
- د قوي مدیریت له مخې دې په خپلو ادارو کې د فساد مخنیوی وکړي.
- او کار دې اهل کار ته وسپاري."
دا چې د دغو دواړو کسانو ټاکل کېدل به د افغانستان له امنیت سره څومره مرسته وکړي؟ او تر څومره به په خپلو کارونو کې بریالي وي؟ دا به وخت ثابته کړي.
راپور: رحمتالله افغان