د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۲

د لیبیا په پلازمېنه کې د سې شنبې د برید مسؤلیت داعش ډلې منلی

د لیبیا په پلازمېنه کې د بهرنیو چارو پر وزارت د برید انځور
د لیبیا په پلازمېنه کې د بهرنیو چارو پر وزارت د برید انځور

د لیبیا په پلازمېنه کې د بهرنیو چارو پر وزارت د سې شنبې د ورځې د برید مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره شوي بیان کې ادعا کړې ده چې په پلازمېنه طرابلس کې د لیبیا د بهرنیو چارو پر وزارت د سې شنبې د ورځې حمله چې درې کسان په‌کې ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول، دې ډلې کړې ده.

داعش ویلي چې د اسلامي خلافت درېیو سرتېرو په دې حمله کې ګډون درلود.

د لیبیا په پلازمېنه کې د بهرنیو چارو پر وزارت د برید یو انځور
د لیبیا په پلازمېنه کې د بهرنیو چارو پر وزارت د برید یو انځور

د سایټ په نوم استخباراتي ډلې چې د افراطي وسله‌والو ډلو پر فعالیتونو څارنه کوي، هم تأیید کړې چې د دې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې منلی.

په تېره سپټمبر میاشت کې د لیبیا د تېلو د ملي شرکت پر مقر د انتحاري حملې مسؤلیت هم داعش ډلې منلی و چې په‌کې دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر دا حمله غندلې او د جنایتکارانو په خوندي ډګر او پټنځای د دې هېواد د بدلولو د هڅو د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

په وژل شویو کسانو کې د حکومت پلویو انقلابي ملېشو د لوا مخکښ مشر عبدالرحمن مزوقي هم شامل و.

همداراز د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر طاهر سیاله ویلي چې په دې حمله کې د دې وزارت د یوې څانګې مشر او تجربه کار ډیپلومات ابراهیم الشایبي هم وژل شوی دی.

لیبایي چارواکي وايي چې د بهرنیو چارو پر وزارت وسله‌وال برید د دې وزارت د ودانۍ مخې ته په یوه موټر بم چاودنه پیل شو او ورپسې درې وسله‌والو ډزې پیل کړې.

په دوی کې دوه کسان دننه ودانۍ ته په ننوتو بریالي شول او ځانونه‌یې هلته والوځول او درېیم په داسې حال کې ووژل شو چې امنیتي ځواکونو له هرې خوا ډزې پرې کولې.

د لیبیا د کورنیو چارو وزیر فتح اغا په یوه خبري کنفرانس کې دا ومنله چې د لیبیا امنیتي حالت ګډوډ او له کنټروله وتلی دی.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال کې د معمر قذافي د استبدادي واکمنۍ له پرځېدو راهیسې، کړکېچ پیل شو.

اوس‌مهال په دې هېواد کې دوو سیالو ډلو دوه موازي حکومتونه جوړ کړي او بېلابېلې وسله‌والې ډلې د هر یوه ملاتړ کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG