د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

د افغانستان د فوټبال ټیم ترکمنستان ته په ۲ ګولونو لوبه وبایلله


د افغانستان د فوټبال ټیم ترکمنستان ته په یوه دوستانه لوبه کې د صفر په وړاندې په دوو ګولونو ماتې وخوړه.

دا لوبه د سې شنبې په مازیګر د ترکیې د انتالیا ښار د «لارا» سیمې په یو لوبغالي کې ترسره شوه.

بل‌خوا، د افغانستان او پاکستان د ۲۳ کلنو د فوټبال ټیمونو په خپلو کې یوه دوستانه لوبه مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا دا سیالي د قطر د فوټبال د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

د افغانستان فوټبال دا مهال د فیفا په جدول کې ۱۴۷م ځای لري.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ نړیوال جام به نن چهارشنبه افغانستان ته راوړل کېږي.

افغانستان له دې وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم د دغه مشهور جام کوربه‌توب کړی دی.

XS
SM
MD
LG