د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

مالیې وزارت: په ۱۳۹۷ مالي کال کې د تېر په پرتله عواید ۲۰ فیصده زیات راټول شوي


ارشیف، په کابل کې د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ
ارشیف، په کابل کې د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ

د افغانستان د مالېې سرپرست وزیر وايي، په هېواد کې له وچکالۍ، نا امینو او بېکاریو سره سره په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د هېواد اقتصادي وده د تېرو کلونو په پرتله له ۱.۳ فیصدو ۲.۳ فیصدو ته پورته شوې ده.

په افغانستان کې د ۱۳۹۸ مالي کال له پیلېدو سره چې د جدي په لومړۍ نېټه پیل شو، د مالې وزارت وايي، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د تېرو کلونو په پرتله ملي عواید ۲۰ فیصده زیات راټول شوي او بودجه هم ۹۲ فیصده لګول شوې ده.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د تېرو کلونو په پرتله د بودجې د لازم لګښت او د زیاتو ملي عوایدو د راټولو لامل، په یادو دواړو برخو کې جدیت، دقت او شفافیت و.

ده وویل، په هېواد کې له وچکالیو، ناامنیو او بېکاریو سره سره، په تېرمالي کال کې د هېواد اقتصادي وده هیله بخښونکې وه.

ارشیف، د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي
ارشیف، د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي

نوموړي زیاته کړه:

"په روان کال کې د ملي عوایدو راټولو ته ۱۷۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو له نېکه مرغه موږ په وروستیو ۶ میاشتو کې ۱۰۹.۴۴ میلیارده افغانۍ راټولې کړې چې په مجموع کې مو په ۱۳۹۷ مالي کال کې ۱۸۹.۱۸ میلیارده افغانۍ راټولې کړي، د ۱۳۹۶ مالي کال په پرتله په کې ۲۰ فیصده زیاتوالی ښيي."

ښاغلي قیومي وویل، د ملي یووالي له حکومته په مخکنیو حکومتونو کې هرکال شااوخوا ۹۹ میلیارده افغانۍ راټولې شوې دي.

ده دا هم وویل چې د هېواد اقتصادي وده له ۱.۳ فیصدو ۲.۳ فیصدو ته پورته شوې ده.

د افغانستان د ماليې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال د بودجې طرحه چې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ کېږي، څو ورځې مخکې مشرانو جرګې ته سپارلې ده.

د دغې بودجې ۲۷۵ میلیارده عادي او ۱۲۴ میلیارده یې پراختیايي ده.

مشرانو جرګې تأیید کړې، خو ولسي جرګې تر اوسه ارزولې نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ رئیس سید اکرام افضلي د یکشنبې په ورځ ویلي چې دغه بودجه تر سیاسي نفود لاندې جوړه شوې او د خلکو نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه پکې په پام کې نه دي نیول شوي.

د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ رئیس سید اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ رئیس سید اکرام افضلي

د اقتصادي چارو پوهان وايي، حکومت باید یوازې د عوایدو د زیاتوالي په فکر کې نه، بلکې خلکو ته خدمت فکر هم ولري.

د دغو کارپوهانو له ډلې سعید الرحمن عمران ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت باید د عوایدو د زیاتولو ترڅنګ، دې ته هم تدابیر ونیسي چې سوداګرو، متشبيثینو او عامو خلکو ته لازم خدمتونه هم وړاندې کړي، دا نه یوازې دا چې د حکومت مسؤلیت دی، بلکې له دې کاره عواید نور هم زیاتېدلای شي."

د مالیې وزارت په داسې حال کې د عوایدو د زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې خبرې کوی چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په هېواد کې شااوخوا ۲میلیونه کسان اوزګار دي او هرکال د دوی شمېر زیاتېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG