په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویی دفتر یوناما په زړو مکروریانو کې پرونۍ حمله غندلې ده.
یوناما ویلي چې په پرونۍ حمله کې د ښځو په ګډون د زیاتو ملکي کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورته رسېدلي او دوی یې سپیناوی کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په حمله کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۲۹ زخمیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو نېږدې ۳۵۰ تنه مامورین وژغورل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي:
"داسې حملې هېڅ ډول توجیه نه لري."
د کابل په زړو مکروریانو کې پرون د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو د معینیت پر ودانۍ خونړۍ حمله وشوه.
دا دفتر د خلکو کورونو ته ډېر نېږدې دی.
تدامیچي یاماموتو نن په یوه بیان کې ویلي:
"په داسې ګڼ مېشتو سیمو کې وسله والې حملې افغانانو ته داسې ضربه ورکوي چې په کلماتو نه شي بیانېدلای."
دې سیمې ته نن د موټرو تګ راتګ بېرته پیل شوی او د ځینو بلاکونو مخې ته کوچنیان هم لیدل کېږي.
په زړو مکروریانو کې ډېرو خلکو دوکانونه پرانیستي دي.
امنیتي ځواکونه بېګا تقریباً تر یوې بجې په سیمه کې عملیات کول.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې تقریباً، تر اته ساعته وسله والې نښتې وروسته، وضعیت کرار شو.
د حملې مسؤلیت لا تر اوسه چا نه دی اخیستی.
د حملې په وخت کې پر هغو خلکو چې د وزارت په ودانۍ کې وو، څرنګه حالت تېر شوی دی؟
د شهیدانو او معلولینو د معینیت یو مامور عبدالجلیل په پرونۍ حمله کې زخمي شوی او په روغتون کې بستر دی.
د حملې له پېل سره سم، عبدالجلیل او پنځو همکارانو یې ځانونه د ودانۍ له دوهم پوړه کښته اچولي دي.
د هغه پښه ماته ده او په روغتون کې بستر دی.
هغه اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي:
"وسله وال وزارت ته را ننوتل او هر څوک چې یې په مخ ورتلل، ډز یې ورباندې کاوه، حتی پر بندو دروازو یې ډزې کولې."
د دې ادارې یوه بل مامور خلیل الرحمن ویلي:
"پرون قتل عام تېر شو، موږ نه پوهېدو چې کوم لور ته وتښتو."
خلیل الرحمن ویلي چې د پرونۍ حملې وحشت او د خلکو فریادونه یې لا له غوږونو نه دي وتلي.
خلیل الرحمن له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مامور دی.
هغه حتی د طالبانو په واکمنۍ کې هم پنځه کاله په دې وزارت کې کار کړی دی.
خلیل الرحمن اسوشېټېډ پرېس ته ویلي:
"موږ مسلمانان یوو، روسان یا امریکایان نه یوو، ولی موږ وژنئ؟"
هغه سوال کړی:
"موږ خو د طالبانو په واکمنۍ کې هم همدا کار کاوه، زموږ ګناه څه ده؟"