د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۵

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر بدلونونو خبرې کړي

د افغانستان، پاکستان او چین ملي بیرغونه
د افغانستان، پاکستان او چین ملي بیرغونه

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر "نویو بدلونونو" خبرې کړې دي.

د چین لوړ رتبه ډيپلوماتانو نن د ډسمبر په ۲۵مه د افغانستان په وضعیت کې د نویو بدلونونو په اړه له پاکستاني لوري سره خبرې کړې دي.

چین او پاکستان په داسې وخت کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي چې د امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلو یو شمېر عسکرو د ایستلو پر امکان غږېږي.

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې تقریباً ۱۴۰۰۰ عسکر لري.

ارشیف، په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونه یو انځور
ارشیف، په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونه یو انځور

د راپورونو پر اساس، امریکا غواړي چې لږ تر لږه د عسکرو نیمه برخه له افغانستانه وباسي.

امریکايي چارواکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستانه د ۷۰۰۰ امریکايي عسکرو د ایستلو لفظي امر کړی دی.

خو سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون رسماً په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

چین او پاکستان نږدې متحدان دي.

چین په وروستیو کلونو کې له کابل سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د نږدې کولو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

د چین حکومت د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د پیل لپاره په هڅو کې هم مکرراً برخه اخیستې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په پيکېنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي سره په افغانستان کې پر وروستیو تغییراتو غږېدلی دی.

د چین او پاکستان ملي بیرغونه
د چین او پاکستان ملي بیرغونه

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړه لوري په ډېرو مواردو کې موافقې ته رسېدلي دي.

د دې وزارت په بیان کې لیکل شوي:

"دواړو ډيپلوماتانو منلې چې د افغانستان مسایل له پوځي لارې حل نه‌لري."

چین او پاکستان ویلي چې سیاسي جوړجاړی د افغانستان د بحران د حل یوازنۍ منطقي لار ده.

خو په بیان کې له افغانستانه د یو شمېر امریکايي ځواکونو د وتلو پلان ته اشاره نه‌ده شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن په پیکېنګ کې په دې اړه پوښتنو ته د ځواب له ورکولو ډډه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د د ډسمبر په پيل کې کابل ته تللی و.

وانګ یي په کابل کې له چارواکو سره ژمنه کړې وه چې د کابل او اسلام‌اباد سره به د بې‌باورۍ او شک په له‌منځه وړلو کې مرسته وکړي.

چین له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې له بې‌ثباتۍ وېره لري.

د چین حکومت په خپل ختيځ ولایت شینجیان کې چې د اویغور مسلمانانو ټاټوبی او د افغانستان په اړخ کې پروت دی، د اسلام‌پالو وسله‌والو د فعالیت له زیاتېدو اندېښنه لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG