د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۵

له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز سږ کال د نشه‌یي توکو قضیې کمې ګڼي

د افغانستان له مسکراتو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، د روان لمریز کال تر درېيمې ربعې پورې د نشه‌یي توکو قضیې راکمې شوي.

دغه مرکز د تېر کال په پرتله د نشه‌یي توکو قضیې کمې ګڼي.

د یاد مرکز ویاند خالد مؤحد چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» د درېيو وروستیو میاشتو په اړه د خپلو فعالیتونو په تړاو له رسنیو سره معلومات شریکول، وویل:

"د روان کال دوهمې ربعې ته په کتو، د نشه‌یي توکو په برخه کې موږ په مجموعي ډول ۱۵۹ قضیې لرلې چې دا د تېر په پرتله کموالی ښيي."

ارشیف، د افغانستان له مسکراتو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد
ارشیف، د افغانستان له مسکراتو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد مؤحد

خو نوموړي د تېر کال د قضیو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل.

دغه مرکز د ۸۲ کسانو د نیولو چې د حامد کرزي له هوایي ډګره‌یې عربستان او ډهلي ته خالص هیروئین انتقالول، خبره کوي او وایي چې په دې برخه کې یې ۴۷ نقلیه وسایط ، ۲۸۳ سیټه موبایلونه، ۲۱ میله بېلابېلې وسلې، ۱۱۰۰ زره افغانۍ، ۱۱۳۰ امریکایي ډالر، ۴۳۴ کېلو ګرامه هیروئین، ۱۳۱۸ کېلو ګرامه مورفین، ۸۶۷ کېلو ګرامه تاریاک، ۹۹ زره کېلو ګرامه چرس او ۳۶ کېلو ګرامه شیشه نیولي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، کابل ولایت د ۹۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۲۵ قضیو په درلودلو سره د مسکراتو او نشه‌يي توکو د ډېرو قضیو لرونکو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مخدره موادو د ډېرې کرکېلې، تولید او قاچاق په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د مخدره موادو او جرمونو د دفتر او افغان حکومت وروستی ګډ راپور ښيي چې په افغانستان کې تېر کال د نشه‌يي موادو کښت ۸۷ سلنه زیات شوی دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د روان کال په ترڅ کې د ټول هېواد په کچه د لسګونه ټنو نشه‌یي توکو د کشف او ضبط یادونه کوي.​د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش هم په همدې ورځ یوې خبري غونډې ته وویل:

"تاسو پوهېږئ، د دولت د مخالفینو د منابعو له تمویل کوونکو یې یو هم نشه‌یي توکي دي چې له نېکه مرغه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت په روان کال کې لسګونه ټنه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي دي."

د افغانستان د مسکراتو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز دا هم وایي چې د نشه‌یي توکو د قاچاق او د تورو پیسو د سپينولو په برخه کې یې ګڼ کسان نیولي چې د قانون په چوکاټ کې به سزا ورکړل شي.

راپور: فېروزه عزیزي

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG