د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

اجرائیه ریاست: پاکستان له افغانستان سره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی


آرشیف: د افغانستان او پاکستان ملي بیرغونه
آرشیف: د افغانستان او پاکستان ملي بیرغونه

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شویو هوکړو د عملي کولو په برخه کې پاکستان د افغانستان د تمې خلاف عمل کړی دی.

کابل او اسلام د سولې او امنیت په ګډون، د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې، سوداګرۍ، ټرانزیټ او يو شمېر نورو برخو کې ګډې هوکړې لري، خو افغان حکومت وايي چې پاکستان هېڅ کله د دغو هوکړو د عملي کېدو لپاره له افغانستان سره رښتینې همکاري نه ده کړې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان تل له افغان حکومت سره د همکارۍ ژمنې کړي، خو هېڅ کله یې پرې عمل نه دی کړی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم

ده زیاته کړه:

"هغه تمه چې د افغانستان خلکو، حکومت او زموږ نړیوالو همکارانو له پاکستانه لرله، له بده مرغه داسې څه نه دي شوي، په دې برخه کې ناغېړي شوې، خو زموږ تمه دا ده چې بالاخره اړتیا لرو چې د خپل ګډ دښمن په وړاندې زیاته همکاري ولرو."

خو پاکستان تل له افغان حکومت سره په رښتینو همکاریو ټینګار کړی او د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب پلاوي ترمنځ خبرو اترو ته د زمینې برابرول په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان رښتینې هڅې بللې دي.

بل خوا د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم کابل ته په خپل وروستي سفر کې د افغانستان د سولې په تړاو د رښتینو هلو ځلو ژمنې تازه کړي او ویلي یې دي چې وسله ‌وال طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېنوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانستان په موضوع کې تل په دوه ګوني سیاست او نه همکارۍ تورن شوی، خو پاکستاني لوري بیا دا ادعاوې تل رد کړې دي.

د افغانستان ترڅنګ امریکا هم تل په پاکستان له دې امله انتقادونه کړي چې په خپله خاوره کې یې ترورېستي ډلو ته پټځایونه ورکړي او د دغه هېواد د میليونو ډالرو په بدل کې پاکستان د امریکا لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

د امریکا حکومت څه موده وړاندې په پاکستان ۳۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته هم لغوه کړه، ځکه چې د واشنګټن په وینا، اسلام‌اباد په خپله خاوره کې د فعالو ترورېستي ډلو خلاف کافي اقدامات نه‌ کوي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالهادي قریشي وايي چې پاکستان د دغو هوکړو او ژمنو په عملي کولو کې ځکه پاتې راغلی چې دغه هېواد له دا ډول مسایلو د افغانستان په وړاندې د فشار په توګه کار اخلي.

دی وایي:

"ستونزه دلته ده چې پاکستان هره دقیقه غواړي چې په افغانستان او امریکا فشار راوړي او دا وښيي چې موږ د افغانستان يو دوست هېواد یوو، له همدې امله دوی نه غواړي چې د اقتصاد، امنیت او سولې په برخه کې چې کومې ژمنې یې موږ سره کړي، عملي کړي، بلکې غواړي د فشار په توګه یې وکاروي."

خو له ټولو سره سره په تېرو ۱۰ ورځو کې افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دوهم راتګ د يو شمېر افغان چارواکو له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو نښه بلل شوې چې د ښاغلي قریشي په خبره، نتیجه يې لا نه ده معلومه.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG