د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۱

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمېدل به څه معنی ولري؟

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمېدل به څه معنی ولري؟

هغه پوښتنه چې یو شمېر لوېدیځو څېړونکو یې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي.

وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د خپلو ۷۰۰۰ سرتېرو د ایستلو پلان په ډاګه کړ، همدې مسئلې د دغه پلان د عملي کېدو پر عواقبو بحثونه راپارولي دي.

یو شمېر سیاسي څېړونکو له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره په مرکو کې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د شااوخوا نیمایي امریکایي ځواکونو وتل به د افغانستان امنیت لاخراب کړي، د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي خبرې به له خطر سره مخامخ کړي او د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې به ترینګلې کړي.

د امریکا د پوځ یو وروستی راپور ښیي چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر خاوره د طالبانو کنټرول ډېر شوی او د راپور له مخې، افغان حکومت دا مهال د دغه هېواد یوازې پر ۵۵،۵ فیصده خاوره کنټرول لري.

ارشیف، وسله‌وال طالبان
ارشیف، وسله‌وال طالبان

د بحران نړیوالې ډلې یوه سلاکار او د افغانستان د چارو څېړونکی ګرایم سمېټ ویلي چې طالبان په پرله‌پسې ډول د افغانستان د خاورې نیولو ته ادامه ورکوي او تمه کېږي چې دا کار دوام وکړي.

د سمېټ په خبره، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو عملي کېدل به د جګړو په ډګر کې د پام وړ بدلون رانه‌ولي، ځکه د ده په خبره، واشنګټن به د دغه شمېر ځواکونو ځای امنیتي قراردادیانو ته ورکړي.

پنټاګون دا مهال په افغانستان کې له ۲۵ زره ډېر د خصوصي امنیتي کمپنیو قراردادیان لري.

افغان سیاسي څېړونکي هارون میر بیا ازادي راډیو ته ویلي چې د ۷۰۰۰ امریکایي سرتېرو وتل به د افغانستان امنیتي ستونزې ډېرې کړي.

ښاغلي میر پاکستان، ایران او ریاض ته په اشارې ویلي چې د امریکا دا اقدام به په افغانستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو د رقابت ډګر تود کړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیلېدو په اړه د امریکا هڅې په دې وروستیو کې ډېرې شوي، څو د افغانستان بحران ختم شي.

په کابل کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په نوم یوه خپلواک تحقیقاتي مرکز یوه مشر توماس روتیګ ویلي چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام کولای شي چې د دغو هڅو په لړ کې د امریکا او هم د هغه د سیمه‌ییز متحد افغان حکومت دریځ کمزوری کړي.

مایکل کوګلمن په واشنګټن کې د څېړونکو د یوه نړیوال مرکز متخصص دی.

هغه وایي، له افغانستانه د شااوخوا نیمایي امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان وخت ناسم دی.

ارشیف، مایکل کوګلمن په واشنګټن کې د څېړونکو د یوه نړیوال مرکز متخصص
ارشیف، مایکل کوګلمن په واشنګټن کې د څېړونکو د یوه نړیوال مرکز متخصص

​دی وایي، د سولې د هڅو په جریان کې دا ډول اعلان کولای شي چې د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د خبرو چانس له‌منځه یوسي.

بل‌خوا ځیني سیاسي شنونکي په دې باور هم دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د یوې برخې وتل ښایي، ټولو خواوو ته یو ګټور پیغام وي.

سمېټ وایي، دا اعلان ښایي طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې امریکا د سولې د خبرو په برخه کې جدي ده.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د وسله‌والو طالبانو له عمده غوښتنو ده چې تل یې ټینګار ورباندې کړی دی.

بل‌خوا د سمېټ په خبره، ښایي افغان حکومت اړ شي چې فکر وکړي چې سولې ته په کلونو نه، بلکې په لنډه موده کې رسېدلای شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG