د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

اندونيزيا کې د سونامي له کبله د مړو شمېر تر ۲۸۰ واوښت


اندونیزیا کې تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى
اندونیزیا کې تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى

په اندونيزيا کې د سمندري توپان يا سونامي کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

ويل کېږي ښايي اتشفشان د دغه توپان د راتلو سبب شوى وي.

تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى دى.

په اندونيزيا کې د وروستي توپان د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندنې لپاره د ژغورنې مأموران خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اړوند چارواکي وايي، په دغه سمندري توپان يا سونامي کې چې ښايي علت به‌يې اتشفشان وي، تر ١٠٠٠ زيات نور کسان ټپيان شوي دي.

دوى نن دوشنبه وويل چې بېره لري، ښايي د شنبې د ورځې د دغه طبيعي افت له کبله د مړو شمېر زيات شي.

تر اوسه د مړو کسانو شمېر تر ٢٨٠ اوښتى دى.

ماهران وايي، د سونامي علت ښايي د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ د سوندا تنګي په کاراکاتو جزيره کې تر اتشفشان يا اورشيندنې وروسته تر سمندر لاندې د ځمکې ښویېدنه وي.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو د دوشنبې په ورځ پاندي ګلانګ سيمه چې دغه توپان سخته ځپلې وکتله.

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو

هغه په سيمه کې له روېټرز اژانس او نورو خبري شبکو سره په خپلو خبرو کې وويل، د سونامي توپان د علت په اړه څېړنې روانې دي.

ښاغلی ویدودو زیاتوي:

"موږ اوس نه‌شو کولاى د دې توپان په اړه نهايي خبره وکړو. ښايي علت به‌يې زلزله وي، خو موږ يې په سرچينه نه‌يو خبر. په‌دې اړه لا هم پلټنې روانې دي. په راتلونکي کې به د هوا پوهنې او ځمک‌پوهنې اداره د توپان او زلزلې د تشخيص وسايل او د خبرداري سيستمونه برابر کړي چې هر چا ته به د توپان تر راتګ مخکې خبردارى ورکړي."

د اندونيزيا ولسمشر د دې پېښې په اړه خواشيني ښوولې او حکومتي ادارو ته‌يې امر کړى چې ژر تر ژره دې د دې طبيعي افت په وړاندې مقابلې ته مټې بډ وهي.

اندونیزیا کې راغلی سمندري توپان
اندونیزیا کې راغلی سمندري توپان

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې وياند سوتوپو پوروو نوګروهو وويل، دوى فکر کوي چې ځيني قربانيان به ښايي لا هم تر نړېدلو ودانيو لاندې وي.

تر توپان وروسته د لسګونه کسانو د ورکېدو، د سلګونه کورونو، هوټلونو او نورو ودانيو د ويجاړېدو راپور ورکړل شوى دى.

دغه توپان د سوماترا ټاپو جنوبي سواحل او د جاوا لوېديځې برخې ځپلې دي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې وياند وايي، د سونامي يا سمندري توپان په نتيجه کې تر ١١٦٠٠ زيات کسان له خپلو کورونو بې‌ځايه شوي دي.

XS
SM
MD
LG