د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د لښکرګاه-کندهار د لویې لارې د امنیت له‌پاره عملیات پیل شوي


ارشیف/ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف/ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د لښکرګاه څخه کندهار ته غځېدلې لار چې له ناامنو سیمو تېره شوې ده که لږ هم بنده شي نو بېرته پرانیستل‌يې ساعتونه نیسي.

د ۶۰۱ نمبر په نوم دغه سړک په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا څو څو ځله د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی.

اوس چې د لارې په اوږدو کې د وسله‌والو د پخوانیو پټن‌ځایونو د ورانولو په خاطر ملي اردو عملیات پیل کړي دي، خلک خوشحاله دي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې دغه عملیاتو ته تللی دی وايي، د جګړن هدایت رسولي په مشرۍ روانو عملیاتو کې هغه کورونه او سرایونه هم نړول کېږي چې خلکو په خپل سر پر دولتي ځمکو جوړ کړي دي او وسله‌وال د افغان ځواکونو پر ضد ترې استفاده کوي.

نور حال د لاندې لېنک په راپور کې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG