د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۱

د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۲ وزارتونه او ۳ عمومي ریاستونه په یو بل کې مدغمېږي


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ناسته کې د خبرو پرمهال

د ولسمشر غني د یوه نوي صادر شوي فرمان له مخې، د ټرانسپورټ وزارت په نوم یو نوی مرکزي اداري واحد جوړېږي.

د افغان ولسمشر په فرمان کې راغلي چې له ټرانسپورټ وزارت سره، د ملکي هوایي چلند اداره، د رېل پټلۍ اداره او له فواید عامې وزارت سره د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست په ادغام سره، دا نوی اداري مرکزي واحد رامنځته کېږي.

د جمهوري ریاست د فرمان پر اساس، د یادو بنسټونو د ادغام بهیر تر نهایي کېدو او په اړوندو تقنیني اسنادو کې د اړینو تعدیلاتو د مراحلو تر بشپړېدو پورې، د ټولو صلاحیتونو اعمال او د یادو بنسټونو د لومړۍ درجې امرینو د ورکړې قانوني مسؤلیتونه د فواید عامې وزارت پرغاړه دي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوانچ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې دا ګام د اصلاحاتو، ښو خدمتونو د ارأیه کولو او د وظیفوي تداخل د مخنیوي په خاطر اخیستل شوی دی.

دی وایي:

"د ټرانسپورټ وزارت، د فواید عامې وزارت او د ملکي هوايي اداره په همدې ډول د ریل پټلۍ اداره او د ټرافیکو ریاست مدغمېږي او د ټرانسپورټ وزارت په نوم یو نوی بنسټ د ښو خدماتو د ارأیه کولو په خاطر له اصلاحاتو سره رامنځته کېږي."

په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې د دې پروسې د پرمخ بیولو لپاره د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په مشرۍ د څارنې یوه کمېټه ګمارل کېږي، څو د ادغام پروسه وڅاري.

همداراز په فرمان کې راغلي چې د فواید عامې وزارت په مشرۍ یوه تخنیکي کمېټه د یادو بنسټونو د ادغام طرحه ترتیب او له تشکیلاتي او بودجوي اړخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او مالیې وزارت سره په همغږۍ پرمخ وړي او تر شپږو میاشتو پورې به خپل وړاندیزونه د افغانستان اسلامي جمهوریت ته وړاندې کوي.

له دې وړاندې بیا د ولسمشر غني د حکم پر اساس د اراضې اداره هم د ښار جوړونې له وزارت سره مدغم شوې ده.

له دې سره د ولسي جرګې د اقتصاد د کمېسیون ځيني غړي له ډلې يې فاروق نظري وايي چې د دغو بنسټونو ادغامول یو مثبت ګام دی او د فساد مخنیوی کوي.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د عمومي ناستې یو انځور
ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې د عمومي ناستې یو انځور

نوموړي وویل:

"دا یو مثبت ګام دی، په راتلونکي کې د ملت په ګټه دی او په ادارو کې د لوړو لګښتونو او فساد د مخنیوي سبب ګرځي، مونږ له دا ډول اقداماتو هر کلی کوو."

دی تمه ښيي چې په راتلونکي کې به نور موازي بنسټونه او ادارې هم له یو بل سره مدغم شي، تر څو په حکومتوالۍ کې لازم شفافیت رامنځته شي.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG