د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۳۸

د افغانستان کرکټ بورډ د څلورو نویو پروژو تړونونه لاسلیک کړل


د افغانستان کرکټ بورډ د يو لړ نیمګړو پروژو د تکمیل د ژمنې ترڅنګ د څلورو نویو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د کونړ ولایت د لوبغالي د پراختیا، د خوست د کرکټ اکاډمۍ د بیارغاونې، د کندهار ولایت د لوبغالي د مېلمستون د جوړولو او په کابل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره د فټنس کلب د غني کولو تړونونه د بېلابېلو شرکتونو له مسؤلینو سره لاسلیک کړل.

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د يکشنبې په ورځ په کابل کې د دغو تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل چې په پروژو کې کیفیت او شفافیت دوی ته لومړیتوب لري.

ده وویل:

"ټولو هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوم چې زما د مسؤلیت په وخت کې چې څومره مصرف کېږي، د يوې يوې روپۍ حساب به ورکوم، نه غواړم چې ډېرې پروژې نمایشي پرانیزو او بیا یې سرته ونه رسوو، ضرور نه ده چې شل اکاډمیانې افتتاح کړو او بیا يې ساتنه نشو کولای."

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي
د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي

ښاغلي فضلي دا شان وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په کابل کې دوی ته د يوه معیاري لوبغالي د جوړولو لپاره په احمد شاه بابا مېنه، پل محمود خان او ستانکزي مېنه کې درې ځایونه په نښه شوي چې د دې درېيو ځایونو څخه به په يوه کې په نړیوال معیار برابر یو لوبغالی جوړ شي.

که څه هم د افغانستان د کرکټ بورډ پر ادارې تل دا انتقادونه وي چې د لوبغالو او اکاډمیانو جوړولو ته لازمه پاملرنه نه کوي او ډېری وخت د کرکټ بورډ مشران په نمایشي ډول د لوبغالو او اکاډمیانو د جوړولو ډبرې ږدي، خو وروسته یې چارې بیا په سمه توګه پرمخ نه وړل کېږي.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس وايي چې د نویو پروژو ترڅنګ نیمګړیو پاتو پروژو ته به هم لازمه پاملرنه کوي او د ټولو چارو به په شفافیت سره ولس ته حساب ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال جواد عثماني وویل چې هندوستان د دغه وزارت په همکارۍ د ورزش په برخه کې شپږ ورزشي پروژې لري چې څلور یې يوازې د کرکټ د ودې لپاره دي چې له دې وړاندې په کندهار کې د یوه لوبغالي رغونه، د کندهار د مېلمستون اوسنۍ پروژه او په لوګر او بلخ ولایتونو کې د نویو لوبغالو د جوړولو چارې شاملې دي.

نوموړي وویل:

"د افغانستان د دولت ژمنه دا ده چې د کرکټ لوبې ته د هېواد په ګوډ ګوډ کې پراختیا ورکړي، د اقتصاد وزارت د کرکټ بورډ په ټولو تداکارتي چارو کې شامل دی او د ټولو پروژو د څارنې مسؤلیت لري او په دې برخه کې به دواړه ادارې له خپلو ظرفیتونو په پوره توګه استفاده کوي."

يادې پروژې چې د لکونو امریکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي، د افغانستان د کرکټ بورډ د مسؤلینو په خبره، د کرکټ په وده او پرمختګ کې به د پام وړ اغېز ولري.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG