د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د انتخاباتو کمېسیون نن دوهمه ورځ هم د ولسمشرۍ د کاندیدانو په انتظار تېره کړه


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ثبت دوهمه ورځ هم په انتظار او معلوماتي بستو وېشلو تېره شوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول ۳۳ کسانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي، خو هېڅ چا رسماً کاندیداتوري نه ده ثبت کړې.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د ثبت بهیر داسې روان وي، ممکن د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ثبت د مودې په غځېدو فکر وکړي.

نوموړي وویل:

"تر اوسه دوی لس نورې ورځې لري او ان شالله همدومره ورځې به کافي وي، خو که اړتیا ولیدل شوه، د کمېسیون مشرتابه پلاوی به په دې اړه بیا غور کوي."

ښاغلی سادات وايي، د ۳۳ معلوماتي کڅوړو وېشل ښيي چې د ولسمشرۍ کاندیدان به د دوی له اټکله لوړ وي.

دغې کمېسیون له دې وړاندې ویلي، که څه هم په شرایطو برابر هر څوک د کاندیداتورۍ حق لري، خو غوره به دا وي چې د کاندیدانو شمېر لږ وي.

د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د ثبت بهیر د جدي په لومړۍ نېټه یعنې د شنبې په ورځ پیل شو او د دغې میاشتې تر ۱۲مې نېټې دوام کوي.

د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د قوس د میاشتې له ۲۸مې تر دېرشمې درې ورځې د معلوماتي بستو د تر لاسه کولو لپاره ځانګړې شوې وې.

دا چې تر اوسه چا ولې ځان نه دې ثبت کړی، په اړه يې بېلابېل نظرونه شته.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، سیاسي ستونزې، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عجله او د ټيمونو نه تشکیل هغه لاملونه دي چې څوک رسماً د کاندید په حیث نه دي را وړاندې شوي.

ښاغلي رشید د ځينو نورو لااملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید

"داسې ښکاري چې خپله د حکومت او سیاسیونو په کچه د دوی د ګډون د څرنګوالي بهیر لا نه دی بشپړ شوی، د اجرائیه رئیس بست همداسې پر ځای پاتې، نور هغه سیاسي ټکټونه چې غواړي ګډون وکړي، دوی نه دي توانېدلي چې موافقې او ټيمونه بشپړ کړي، هغو دا وخت نه دی تر لاسه کړی چې راشي، یو دم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دغه بحث کې ځانونه شریک کړي، په همدې ډول تر اوسه د ولسي جرګې د انتخاباتو لمن نه ده ټوله شوي."

خو دې ته په کتو د حل لار څه ده؟

د فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، مهالوېش لا له پیله نه دی عملي شوی، نو ځکه دې روان پڅ بهیر ته په کتو اټکل کوي چې د کاندیدانو د ثبت بهیر ممکن له ټاکل شویو ۱۲ ورځو وغځېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG