د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۴

مشرانو جرګه: د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو زیانونه باید ارزیابي شي!

آرشیف،د افغانستان د مشرانو جرګې عمومي غونډه- ۲۰۱۷ د جون ۱۸ مه
آرشیف،د افغانستان د مشرانو جرګې عمومي غونډه- ۲۰۱۷ د جون ۱۸ مه

د افغانستان مشرانو جرګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو احتمالي وتل یوه بېړنۍ پرېکړه او له افغانستان سره د امریکا د امنیتي او دفاعي تړون له موادو خلاف ګڼي.

له افغانستانه د ۷۰۰۰ امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو خپرو شویو راپورونو مشرانو جرګه اندېښمنه کړې ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ چې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي ټړون له مخې د هغه هېواد د کابینې او افغان حکومت له مشورې پرته د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د ډونالد ټرامپ هر ډول پرېکړه به یوه عجولانه پرېکړه وي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

ده وویل:

"دا د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون دنده ده چې د افغانستان د وضعیت په پام کې نیولو سره ارزونې ولري او بیا يې په تالار کې مطرح کړي چې په دغه حساس وخت کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه د ټرمپ یو اړخیز تصمیم او که دغه ځواکونه پاتې کېږي او یا وځي، زیان به ېې موږ ته څه وي؟ ځکه چې امریکا له موږ سره امنیتي تړون لري."

په دې وروستیو کې ځینو امریکايي رسنیو د امریکا د چارواکو له قوله لیکلي چې ډونالد ټرمپ له افغانستانه د خپلو ۷۰۰۰ عسکرو د وتلو سپارښتنه کړې ده.

دغه خبر تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او سپینې ماڼۍ له خوا تأیید شوی نه دی.

د ناټو ویاند اونا نونجسکو
د ناټو ویاند اونا نونجسکو

په ورته وخت کې د ناټو ویاند اونا نونجسکو ویلي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د خپلو دوامدارو ژمنو په پام کې نیولو سره، یوه ناسته جوړه کړي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې له افغانستانه به د نیمايي بهرنیو ځواکونو وتل د هېواد په امنیت منفي اثر ونه کړي.

په اعلامیه کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا ډاډ ښودل شوی دی.

اوس یو شمېر سناتوران وايي، که امریکا د افغانستان په جګړه کې د خپلې ګټې او زیان په فکر کې نه وای او د افغانستان د خلکو قربانیو ته یې درناوی لرلای، د طالبانو او د پاکستان په اشاره به يې دغه پرېکړه نه کولای.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه خپله اندېښنه داسې څرګنده کړه:

ارشیف، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار له یوه خبریال سره د مرکې په حال کې
ارشیف، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار له یوه خبریال سره د مرکې په حال کې

"موږ په وار وار ټینګار کړی چې له بهرني ملاتړه پرته سخته ده چې موږ سیاسي، امنیتي او ټولنیز ژوند ته دوام ورکړو، موږ باید پر ځان متکي شو، خو هیله مند یوو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، زموږ د خلکو او پوځیانو پر روحیه تاثیر ونه کړي."

خو دوه نور سناتوران غیرت بهیر او عبدالله قرلق په دې باور دي چې په هېواد کې له اتلسو کلونو راهیسې د بهرنیو ځواکونو شتون پرته د افغانانو له قربانیو نور څه نه لرل.

دوی له امریکا غواړي چې له افغان پوځیانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG