د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

حمیرا حقمل: کېدای شي چې د ځینو ولایتونو په ټاکنیزو پایلو کې سل سلنه بدلون راشي


ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل د ازادي راډيو په سټوډيو کې د مرکې په حال کې،27.10.2018
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل د ازادي راډيو په سټوډيو کې د مرکې په حال کې،27.10.2018

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو، کېدای شي چې د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل فیصده تغیرات راشي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د یو شمېر ولایتونو د بیا ځلي ثبت شويو شکایتونو څېړنه بشپړه شوې او د ځینو ولایتونو د څېړنې په حال کې دي.

د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د څېړل شویو شکایتونو له مخې کېدای شي چې د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل تر پنځوس فیصده تغیرات راشي.

دې وویل:

"په پایلو کې بدلون حتمي دی، د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو کېدای شي چې په ځینو ولایتونو کې سل په ځینو کې پنځوس او په ځینو کې اویا په سلو کې په لومړنیو لېستونو کې تغیرات راشي."

دا چې په څومره شمېر کې شکایتونه ثبت شوي او د څو ولایتونو یې شمېرل شوي، اغلې حقمل یې په اړه معلومات ورنه کړل.

خو نوموړې زیاته کړه چې شکایتونه په ولایتونو کې ثبت شوي او لومړۍ څېړنه یې هم هلته کېږي او ځیني اوس هم د ثبت په حال کې دي.

ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۱۹مه اعلان شي، خو د انتخاباتو کمېسیون وايي چې په انتخاباتو کې یو شمېر ستونزو او شکایتونو ته په کتو، دغه پایلې په مقطعي ډول اعلانوي.

د یاد کمېسیون چارواکي وايي چې تر اوسه یې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او ټاکل شوې چې د کابل، پکتیا او بغلان ولایتونو او د کوچیانو د حوزې پایلې هم ژر اعلان شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، دا د شکایتونو د کمېسیون مسؤلیت دی چې ثبت شویو شکایتونو ته شفافه رسېدنه وکړي او په لومړنیو پایلو کې بدلون حتمي امر دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات

نوموړي وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، د شکایونو کمېسیون مسؤلیت لري، څو ټولو ثبت شویو شکایتونو ته رسیده ګي وکړي، حق حقدار ته وسپاري، ممکن په لومړنیو پایلو کې تغیرات راشي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کې له احتیاطه کار نه دی اخیستی، نو لازمه ده چې د شکایتونو کمېسیون ثبت شوي شکایتونه په دقت وڅېړي.

دا چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به څه وخت اعلانېږي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې په اړه معلومات نه ورکوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG