د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د پوهنې وزارت: سږ کال شااوخوا دوه لکه زده کوونکي له ښوونځيو فارغېږي


د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ
د افغانستان د پوهنې وزارت ودانۍ

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سږ کال شااوخوا دوه لکه زده کوونکي له ښوونځيو فارغېږي.

په سړو سیمو کې د ۱۳۹۷ تعلیمي کال له بشپړېدو سره د افغانستان د پوهنې وزارت په دغه هېواد کې له ښوونځيو د یو زیات شمېر زده کوونکو د فراغت خبر ورکوي.

د یاد وزارت ویاندې نوريې نزهت د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ګرمسېرو ولایتونو ارقام لا نه دي وروستي شوي، خو دوی ډاډمن دي چې د فارغېدونکو زده کوونکو شمېر په اوسط ډول تر دوو لکو رسېږي.

دې وویل:

"په اوسط ډول سږ کال له دولسم ټولګي دوه لکه فارغان لرو، د زده کوونکو له منځه ۳۹ سلنه زده کوونکي نجونې جوړوي، خو په ټوله کې د نجونو زده کوونکو شمېر په لومړنیو ښوونځیو بیا په منځنیو او بیا په لېسو کې فرق کوي، تر دې چې په فراغت کې د دوی ونډه کمېږي."

دغو شمېرو ته په کتو نوموړې وايي، کلتوري، ټولنیزې او ځينې نورې ستونزې د دې سبب کېږي چې یو زیات شمېر نجونې دولسم ته تر رسېدو مخکې ښوونځي پرېږدي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۹ اعشاریه څلور ميلیونه زده کوونکي په زده کړو لګیا دي چې درې نیم ميلیونه يې نجونې دي.

دغې اندازې زده کوونکو ته د ۲ لکه ۳۱ زره ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي چې ۳۴ سلنه يې بیا ښځینه ښوونکي تشکیلوي.

په ۱۳۹۷ کال کې د شااوخوا دوو لکو زده کوونکو فراغت ته په کتو، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته تر لسو فیصدو د جذب د لوړېدو خبر ورکوي.

فیصل امین د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند
فیصل امین د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند

د یاد وزارت ویاند محمد فیصل امین وایي:

"د راتلونکي کال لپاره زموږ پلان دا دی چې په دولتي پوهنتونونو کې د لوړو زده‌کړو په برخه کې د محصلینو د جذب کچه له پنځو تر لسو سلنې لوړه شي او همدا راز راتلونکي کال ته د کانکور ازموینې لپاره زموږ تمه دا ده چې له ۱۵۰زره تر ۲۰۰ زره ګډونوال ولرو."

له دې سره د ښونې او روزنې یو استاد محمد صابر نوري د زده کوونکو او محصلینو شمېر لوړېدل لاسته راوړنه بولي، خو وايي چې دواړه وزارتونه باید کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د نوموړي په وینا، د پوهنې وزارت باید په لېرو پرتو سیمو کې فارغ شویو کسانو ته د کانکور د چمتووالي زمینې برابرې کړي، تر څو د کانکور تر وخته بې زده کړو پاتې نه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG