د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۳

امریکا او بریتانيا له اوکراین سره د پوځي مرستو او همکاریو ژمنه کړې

ارشیف\ د اوکراین یو شمېر سمندري ځواکونه
ارشیف\ د اوکراین یو شمېر سمندري ځواکونه

امریکا او بریتانيا د اوکراین له سمندري ځواکونو سره د پوځي مرستو او همکاریو ژمنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات وايي، د اوکراین د سمندري ځواکونو د تقويې لپاره به له دې هېواد سره لس ميلیونه ډالره مرسته وکړي.

له اوکراین سره دا پوځي مرسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړه.

امریکا وروسته تر هغې له اوکراین سره دا پوځي مرسته کوي چې د تېرې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه روسيي د تور سمندرګي په ازوف سیمه کې د اوکراین پر درېیو کښتیو ډزې وکړې او ۲۴ اوکرایني سرتېري يې ونیول.

روسیه ادعا کوي چې دا اوکراینۍ کښتۍ کریمیا ټاپو وزمې ته نېږدې د روسيې سمندري پولو ته داخلې شوې وې.

روسيې او اوکراین په ۲۰۰۳ میلادي کال کې موافقه کړې وه چې د تور سمندرګي ازوف سیمه به د دواړو هېوادونو تر واک لاندې وي.

خو روسيې په ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې تر یو ځای کولو وروسته په تدریجي ډول دې سمندري سیمې ته د اوکراین لاسرسی محدود کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له روسيې غوښتي دي چې د اوکراین نیول شوي سرتېري په سمدستي ډول خوشې کړي او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

تر امریکا مخکې برتانيا او لیتوینیا هم اعلان کړی دی چې د اوکراین له سمندري ځواکونو سره مرسته کوي.

بریتانیا د جمعې په ورځ وویل چې په راتلونکې جنورۍ میاشت کې خپل یو شمېر پوځي روزونکي اوکراین ته واستوي.

د برتانيا دفاع وزیر سټیفن پولتراک
د برتانيا دفاع وزیر سټیفن پولتراک

​د برتانيا دفاع وزیر ویلي دي چې د دوی پوځي روزونکي به له اوکرایني ځواکونو سره د ګډو تمرینونو پلان جوړ کړي او د اوکراین د سمندري ځواکونو اړتیاوې به معلومې کړي.

ناټو تړون هم په روانه میاشت کې ژمنه وکړه چې د اوکراین له سمندري ځواکونو سره به مرسته وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG