د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ولسي تحریک: د سولې د مذاکراتو په خاطر دې د ولسمشرۍ ټاکنې وځڼدول شي


د افغانستان د (ولسي تحریک) په نامه ټولنیز بنسټ وايي، له طالبانو سره دې د سولې د مذاکراتو په خاطر د ولسمشرۍ انتخابات وځڼدول شي.

په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې له اعلان وروسته، د افغانستان د ولسي تحریک مشران وايي، په هېواد کې د سیاسی، اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي او داسې نورو ګڼو ستونزو لامل د هېواد تېرې ولسمشریزې ټاکنې دي، خو دا ځل دې د سولې د مذاکراتو په خاطر دغه ټاکنې وځنډول شي.

دا خبره د ولسي تحریک په نامه د ټولنیز بنسټ مشر عبدالحکیم نورزي د شنبې په ورځ په کابل کې د یاد تحریک د غړو په ناسته کې وکړه.

ده وویل چې اوس چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې تېزې شوي، حکومت ته پکار ده چې سوله له ولسمشریزو ټاکنو اړینه او مهمه وګڼي.

د ده په خبره، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې چې په هېواد کې هر ځلې دغه انتخابات شوي، خلکو او هېواد ته یې د ګټو پرځای زیانونه زیات وو.

ده ټنیګار وکړ چې حکومت دې د دغو انتخاباتو په کولو تېرې ترخې تجربې نه تکراروي.

دی وایي:

"د تېرو نامشروعو انتخاباتو نتیجه دا وه چې په هېواد کې دوه پاچاهان اعلان شول، که چېرې د امریکا مداخله نه وای، ایا کورنۍ جګړه به پیل وه که نه؟ ایا انتخابات به د دغو جګړو لامل وو او که نه؟ داځل به د کابل په هره ناحیه کې هر کاندید ځان کامیاب بولي."

ښاغلي نورزي دا هم وویل، حکومت او بهرني مرستندویان دې خپل ټول جسمي او فکري توان د سولې مذاکراتو ته واوړي، ځکه د ده په خبره، که سوله ټنیګه شي، د انتخاباتو په ګډون ټولې ستونزې هوارېدلای شي.

د افغانستان ولسي تحریک د ناستې په پای کې یو پرېکړه لیک ولوست چې په کې راغلي وو، سربېره پر دې چې د سولې د پروسې لپاره ولسمشریز انتخابات ځنډېږي، باید د پرمخ بیولو لپاره یې د حکومت له چوکاټه بهر د افغاني ټولنې له بېلابېلو قشرونو، سوله پالو سازمانونو او شخصیتونو یو پلاوی جوړ او له امریکا او طالبانو سره د سولې مذاکرات پرمخ بوځي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک د کمېسیون د مهالوېش له مخې، نن د جدي لومړۍ د هېواد د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شوه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست انتخابات او د سولې پروسه دواړه اړتیاوې دي او هڅې تېزي شوي چې دواړه ترسره شي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي
د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي

"موږ چمتووالی لرو، نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه په رسمي توګه پیل شوه، ۱۲ ورځې به دوام وکړي، سوله د حکومت لومړیتوب او د افغانستان د خلکو ضرورت دی، دواړه مهم رول لري، کیدای شي چې دغه دواړه پروسې موازي پرمخ لاړې شي."

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې ځینو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د انتخاباتو د ترسره کېدو او د سولې د پروسې د پرمخ بیولو اړوند بېلابېل نظریات لرل.

ځینو ویل چې د سولې د پروسې لپاره دې ولسمشریزې ټاکنې وځنډول شي او ځیني له دغې طرحې سره مخالف وو، خو په دې وروستیو کې د افغانستان د سیاسي ګونډونو لوی ائتلاف او د هېواد ملي شورا ټینګار کړی چې د هېواد ولسمشریزې ټاکنې دې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له اعلان سره سم د را روان لمریز کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي.

افغان حکومت هم په وار وار ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG