د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

ولسي جرګه: د سولې روانې هڅې باید منسجمې او له یوه ادرسه ترسره شي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د سولې روانې هڅې باید منسجمې او له یوه ادرسه ترسره شي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم په متحده عربي اماراتو کې افغان پلاوي سره د طالب استازو نه کتل خواشینوونکې ګڼي، خو وايي چې د سولې خبرې اترې باید منسجمې شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د وکیلانو تر څرګندونو وروسته پر افغان حکومت غږ وکړ چې د سولې پروسه حساسې مرحلې ته رسېدلې او باید ترې ښه ګټه واخلي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

ده وویل:

"سوله یوه ملي پروسه ده او له حکومته غواړو چې تر څو له ګوندونو او ملت سره په تفاهم د افغانستان د وروستیو اتلس کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب یو واحد دریځ ولري چې د افغانستان د سولې لپاره ترې ښه ګته واخيستل شي او وکولای شو چې د یوې سراسرې سولې شاهدان اوسو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنې ابوظبۍ کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان استازي هم حاضر وو.

خو طالب استازو په ابوظبۍ کې د افغان حکومت د سولې له مرکچې پلاوي سره له کتنې ډده وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست په دې غبرګون ویلي، د طالبانو دې کار وښوده چې دوی سولې ته ژمن نه دي، بلکې د جګړې دوام غواړي.

خو وسله والو طالبانو د جمهوري ریاست د دې بیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د سعودي، اماراتو او امریکا چارواکو هم په متحده عربي اماراتو کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره د طالب استازو د نه کتو په موضوع خواشیني ښودلې وه.

د ولسي جرګې غړو هم د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په دې تړاو څرګندونې درلودې.

د ولسي جرګې غړی حاجي سخي مشواڼی وایي:

"کوم پلاوی چې د افغانستان له لوري ابوظبۍ ته تلی و او وسله والو طالبانو ورسره نه دي کتلي، دا په ټوله نړۍ کې قانون دی او د دوو لورو ترمنځ مسئلې په اړه درېیمګړي ته ورتلل او ورسره کېناستل دا مناسب نه دي، دا تېروتنه وه چې طالبانو وکړه."

د دې ټولو سره سره، جمهوري ریاست ټینګار کوي چې افغان حکومت به د سولې هڅو ته دوام ورکړي، خو په ورته وخت کې به د هېواد وسله ‌وال ځواکونه هم د تل په شان د خلکو او هېواد دفاع ته چمتو وي.

ټاکل شوې چې د وسله والو طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي رلمي خلیلزاد ترمنځ د خبرو بل پړاو په را روانه جنورۍ میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.

د سولې په عالي شورا کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې دا احتمال شته چې په دې خبرو کې د افغان حکومت یو پلاوی هم ګډون وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG