د ننګرهار ديني عالمانو په یوه فتوا کې د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق حرام بللي دي.
د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو په لسګونو دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو په جلالاباد کې غونډه وکړه او له هر اړخېز بحث وروسته یې د نشهيي موادو د حراموالي فتوا صادره کړه.
د ننګرهار ولایت د عالمانو شورا یوه غړي مولوي نثار احمد پادشاه وايي، د نشهيي موادو کښت، تولید، استعمال او قاچاق د اسلام له نظره حرام دي.
مولوي پادشاه د جوماتونو له ملا امامانو څخه غوښتنه وکړه چې له دې فتوا څخه په استفادې سره دې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"عالمانو د منبرونو له لارې د نشهيي موادو د حراموالي په اړه تبلیغ کړی دی، خو په هغو سیمو کې چې هلته کوکنار کرل کېږي، بزګران باید د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي او پرځای دې یې حلال کښتونه وکري، لکه غنم، سبزیجات او داسې نور. تاسې به داسې څوک پیدا نهکړئ چې هغه دې شل کاله تریاک کرلي وي او ژوند دې ورسره ښه شوی وي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ګډې سروې پر اساس، ننګرهار یو له هغو لسو ولایتونو څخه دی چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ډېر کوکنار ورکې کرل شوي وو.
د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس صافی د نشهيي موادو د کښت، تولید او قاچاقو د حراموالي په برخه کې د عالمانو د نظر یووالی مهم ګڼي.
دی زیاتوي چې د جمعې په خطبو کې به د دې فتوا په تبلیغ سره د خلکو د پوهې کچه لوړه شي.
ښاغلي صافي زیاته کړه:
"کله چې دیني عالمانو د قرانکریم او حدیثونو له مخې دا ثابته کړه چې د کوکنارو کښت، قاچاق او استعمال حرام دي، نو زه ډاډه یم چې د دوی دا کار به له موږ سره ډېره مرسته وکړي، په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې هلته خلک پهدې اړه پوهه نهلري."
په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاقو له ډېرېدلو سره، د معتادینو شمېر هم ورځ تر بلې ډېرېږي او په ټولنه کې یې ستر ناورین را منځته کړی دی.
د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف وايي، د عامه پوهاوي ترڅنګ په پام کې لري چې په روان کال کې د بدیل معیشت پروګرام هم پیل کړي، څو بزګران د کوکنارو پر ځای بدیل کښتونه وکري.
ښاغلي عارف زیاته کړه:
"سږ کال مو تر وخت مخکې هڅې پیل کړي، د کوکنارو تر کرلو مخکې مو د سیمې له خلکو او بزګرانو سره وکتل، هغوی د نه کرلو ژمنه راسره وکړه. د دې لپاره چې شوې ژمنه نوره هم ټینګه شي، موږ دیني عالمان را وغوښتل، څو دوی د اسلامي احکامو پر اساس د نشهيي موادو پر خلاف فتوا صادره او پهدې طریقه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي."
د ننګرهار د مرستیال والي په خبره د روان لمریز کال له پیله تر اوسه، افغان ځواکونو وکړای شوای چې پهدې ولایت کې څه د پاسه اته زره کیلو ګرامه نشهيي مواد او په سلګونو لېټره الکولي مشروبات د قاچاقو پر مهال ونیسي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور غږیز هم اورېدلی شئ: