د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

«UNODC» ټینګار کوي چې لا هم افغانستان کې پرېمانه تریاک تولېديږي


د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جُرمونو سره د مبارزې اداره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالی هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې لا هم په دې هېواد کې پرېمانه تریاک تولېديږي.

تېره دوشنبه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نیویارک کې غونډه وکړه چې په افغانستان کې یې د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق د بحث یوه برخه وه.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې «UNODC» رئیس یوري فدوتوف چې د سکایپ له لارې یې دې غونډې ته خبرې کولې وویل، سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو لا هم هلته ډېر تریاک تولیدېږي.

ښاغلي یوري فدوتوف خبرداری ورکوي چې نشه يي مواد افغانانو ته د روغتیايي زیانونو ترڅنګ، د غیر مشروع عوایدو یوه لاره ده چې د هېواد امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

یوري فدوتوف
یوري فدوتوف

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو لا هم د تریاکو تولید او استعمال ډېر دی. د دې وضعیت دوام د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې چې جدي مبارزې ته اړتیا لري. په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره د سیمه‌ییزې ستراټېژۍ پر اساس له افغان دولت سره په همغږۍ له نشه يي موادو سره مبارزه کوي."

په ۱۳۹۷کال کې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت او «UNODC» ادارې د ګډې سروې له مخې په افغانستان کې شپږ زره او څلور سوه مټریک ټنه تریاک تولید شوي و چې د تېرکال په پرتله په سلو کې ۲۹ کموالی راغلی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو استازی د کوکنارو د کښت په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پر هڅو ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق په راتلونکو کلونو کې یوه جدي ستونزه ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو د سیاسي پروګرامونو همغږی کوونکی رودني هنټر د امنیت شورا په غونډه کې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې دې خپل پروګرامونه په جدي توګه عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"سره له دې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نشه يي موادو په تولید کې کموالی راغلی دی، خو بیا هم په راتلونکو میاشتو او کلونو کې نشه يي مواد یوه ستونزه ده چې، مبارزې ته اړتیا لري. موږ باید پر دې ستونزې تمرکز وکړو، د تولید کچه یې را ټيټه او د کښتونو اړولو ته هم پام وکړو. باید په افغانستان کې د قانون د تنفیذ ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو او تر ټولو مهمه دا ده چې باید له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت په برخه کې لازمه مرسته وشي. موږ له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ او د عمل پلان ته لومړیتوب ورکړي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د موضوع په اړه له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت نظر هم واخلي، خو ونه توانېده.

سره له دې چې په روان کال کې وچکالۍ د کوکنارو په کښت کې کموالی راوستی، خو شنونکي بیا دا یو طبیعي کموالی بولي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه یې باید د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د زابل ولایت پخوانی والي او سیاسي شنونکی اشرف ناصري له افغان حکومته غواړي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته دې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په خاطر بزګرانو ته بدیل کښتونو ته برابر کړي.

راپور: مرسلین ارسلا

د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG