د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات د پام وړ یوې اندازې ته رسېدلي دي.
د سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه هېواد صادرات له درېیو فیصدو څخه لسو فیصدو ته لوړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د صادراتو کچه د څلورو پخوانیو کلونو په پرتله اووه سلنه زیاته شوې او دا وخت لس فیصدو ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"څلور کاله مخکې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې زموږ صادرات ۵۱۴ میلیونه ډالره وو، خو اوس تقریباً ۸۸۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، سږ کال زموږ د صادراتو وده شاوخوا شل فیصده ده او که د څلورو کلونو سره يې پرتله کړو، زموږ صادراتو ۴۵ سلنه وده کړې ده."
دی وايي، د صادراتو د ډېرېدو اصلي دلایل د هوايي او ځمکنیو ډېرو دهلېزونو څخه استفاده، د افغاني توکو لپاره د بازارونو ډېرېدل، د افغاني کالیو کیفیت او د صادراتو ملي ستراتیژي ده چې په صادراتو ټينګار لري.
د افغانستان د صادراتو د ډېرېدو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې افغانستان په بشپړ ډول یو وارداتي هېواد پېژندل کېده.
له بحر او اوبو څخه د دغه هېواد لېرې والۍ او جنګ جګړې د صادراتو او افغاني تولیداتو پر وړاندې تل د خنډونو په توګه یاد شوي دي.
خو افغان حکومت ویلي، د چابهار بندر، یو کمر بند یوې لارې او لاجوردو لار څخه په استفادې او د هوايي دهلېزونو په پرانېستل کېدو يې دا پولي ماتې کړي او غواړي تر راتلونکي کال د صادارتو اندازه تر یو میلیارد ډالرو ورسوي.
د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان له ډلې يي تاج محمد تلاش له دې سره چې د صادراتو ډېرېدل یوه لاسته راوړنه بولي وايي، له دومره پاملرنې سره له افغان حکومت څخه د لا ډېر څه کولو تمه کیدای شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا لس فیصده د صادراتو اندازه د ملاتړ وړ ده جې باید موږ ورته خوشبینه و اوسو، خو د دومره سترو چانسونو سره لکه چې د افغانستان سره د نړیوال بانک، اسیايي پراختیا بانک، اسلامي بانکونه، ناټو، ریکا او نور اقتصادي فورمونه دي له دې څخه باید اعظمي استفاده وشي، څو د عامو خلکو په ژوندانه کې ډير اساسي بدلون رامنځته شي."
د ښاغلي تلاش په وینا د صادراتو ګراف د لوړېدو دا اندازه باید د اقتصادي خوځښت په خاطر دوام وکړي که نه اغېز به يې محدود وي.
د نوموړي په وینا دا چې د افغانستان د صادراتو ډېره اندازه کرنیز توکي او میوې جوړوي باید د بزګرانو او باغوانانو سره مرسته د حکومت د پاملرنې په سر کې وي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ