د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د روسيې د ولسمشر خبرداری: د اټومي جګړې خطر دې کم اهمیته نه ګڼل کېږي


د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې د اټمي جګړې خطر باید کم اهمیته ونه ګڼل شي.

ولادیمیر پوتین نن په مسکو کې د خپل کلني خبري کانفرانس په ترڅ کې چې شاوخوا ۴ ساعته يې دوام وکړ، د سړې د جګړې د مهال له یوه اټمي تړونه د امریکا پر وتلو هم انتقاد وکړ.

ولسمشر پوتین له خپلې دې کلنۍ خبري غونډې څخه د خپل تصویر د ښه ښودلو، روسانو ته د دې ډاډ ورکولو چې دا هېواد په سمو لاسونو کې دی او امریکا ته د پیغام ورکولو لپاره ګټه اخلي.

ولادیمیر پوتین وویل، په ۲۰۰۲میلادي کال د بالاستیک میزائیلو د کنټرول له تړونه د امریکا وتلو، ستراتیژیک توازن له منځه یوړ او اوس د منځني واټن ویشتونکو له تړونه د وتلو د پلان په عملي کولو سره، دې لور ته بل ګام اخلي.

"له اټمي وسلو څخه د ګټې اخېستنې د محدودولو لپاره لېوالتیا موجوده ده. په بل عبارت داسې مفکوره شته چې اټمي وسلې باید جوړې شي چې نور نړیوال ګواښ نه‌وي او د تکتیکي چټک استعمال لپاره طرحه شي. دا مفکوره په لویدیځ کې یو شمېر کارپوهانو وړاندې کړه ده او وايي چې له دې څخه استفاده به وحشتناکه نه وي. په هر حال د اټمي شخړې محدودودل به په نړۍ کې په یوه اټمي ناورین بدل شي."

ولسمشر پوتین وویل، دا ډېره بده ده چې امریکا د سټارټ په نوم د نوي اټمي تړون په اړه چې د لېرې واټن ویشتونکو میزائیلو په اړه دی او په ۲۰۲۱میلادي کال کې يې وخت پای ته رسیږي، څه نه وايي.

دا په تېره یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د اټمي جګړې د خطر په اړه خبرې کوي.

د روسيې ولسمشر سږکال په داسې حال کې په خپل کلني خبري کانفرانس څرګندونې کوي چې د روسيې او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي او په روسیه کې له نوموړي څخه د خلکو د ملاتړ اندازه کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG