د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ ۵ وزیران د کمې بودجې د مصرف له امله استیضاح کوي


د افغانستان ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ پنځه وزیران د کمې بودجې د مصرف له امله استیضاح کوي.

د افغانستان ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ د عدلیې، له نشه یي توکو سره د مبارزې، د فواید عامې، مخابراتو او ټرانسپورټ وزیران استیضاح کوي.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د وکیلانو قناعت حاصل نه شو، غونډه به پریکړې کوي چې د عدام اعتماد صندوقونه ورته کېښودل شي که‌نه؟

نوموړي زیاته کړه:

"د ۱۳۹۶ مالي کال قطعه په هکله پارلمان تصمیم ونیو هغه وزیران چې له اویا فیصده یې ښکته بودجه مصرف کړې وي، که برحاله وزیران وي استیضاح او که سرپرستان وي هغوی د استجواب شي د راتلونکي اوونۍ د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو به راځي د وکیلانو پوښتنو ته په ځواب ووايي."

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

ښاغلی عرفان زیاتوي هغه ادارې چې په دې برخه کې له قانون سره سم ولسي جرګې ته ځواب ویونکي نه وي، عدلي او قضايي بنسټونه ته به معرفي شي.

د راپورونو له مخې:

  • د عدليې وزارت.
  • اوبو او انرژۍ وزارت.
  • له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت.
  • فواید عامې وزارت.
  • اطلاعات او فرهنګ وزارت.
  • د مخابراتو وزارت.
  • د پوهنې وزارت.
  • دکانونو او پټرولیم وزارت
  • او د ټرانسپورټ وزارتونو له ۷۰ سلنې کمه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د قانون له مخې ولسي جرګه حق لري چې د بودجې د کم مصرف له امله وزیران او یو شمېر مسوولې ادارې استیضاح کړي.

د دغه وزارت ویاند شمعروز مسجدي ازادي راډیو وویل چې په ۱۳۹۶ کال کې حکومت ۶۷ او روان کال ۹۲ فیصده بودجه مصرف کړې ده.

دی وايي:

"د نن ورځې احصایه ښيې چې په ۱۳۹۷ کال کې ۹۲ فیصده پراختيايي بودجه مصرف کړې او ۹۱ فیصده عادي بودجه مصرف شوې ده چې دا د تېر کال په پرتله ۲۴ فیصده زیاتوالی ښيې، تېرکال کې ۶۷ فیصده بودجه مصرف شوې وه."

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه د مهال په ولسي جرګه کې ته لېږل شوې چې د تصویب لپاره په کمېسیونونو کې ورباندې بحث روان دی.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې ممکن تر راتلونکو دوو اونیو پورې د جرګې په عمومي غونډه کې د تصویب لپاره رای ګیري ته وړاندې شي.

راپور: رحمت الله "افغان"

XS
SM
MD
LG