د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۰

اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې په بیګ باش کې د راشد خان په مټ بریا خپله کړه


ارشیف، افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان
ارشیف، افغان کرکټ لوبغاړی راشد خان

اډيلیډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې د افغان لوبغاړي راشد خان په مټ په بېګ باش کې خپله لومړۍ لوبه وګټله.

سټرایکرز د برسبین هیټ له خوا د ۱۴۷ منډو هدف په ۱۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

راشد خان درې ویکټې واخېستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د برسبین هیټ لپاره هم افغان ځلمکي بالر مجیب الرحمن لوبه وکړه چې دا وار یې د ویکټو اخېستلو پر ځای منډې وکړې او ۲۷ منډې یې خپل ټیم ته جوړې کړې.

د اسټرالیا د کرکټ شل اووریزې تجارتي سیالۍ د چهارشنبې په ماښام پیل شوې.

XS
SM
MD
LG